اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي د مريم صفدر د پلار او د مودي په بيانيه كښې هېڅ فرق نشته٬مريم نواز شريف د هند بيانيه په هېواد كښې خپرول غواړي٬ادارې او د هغوي مشران په نخښه كوي٬مريم صفدر د ډان ليكس رامخې ته كونكې ده ٬د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په نيولو د هغوي ژبه نه خوزي ا٬ د واده دستورې ته مودي راغوښتلے شي خو د حري?? لارښود نه٬نواز شريف په لندن كښې په ناسته الطاف حسېن دوئم جوړ شوے٬دوي د مودي د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كولو او هندي اداكارانو سره به يې ملاقاتونه كول خو د مودي په وېن?? يې د حريت مشرانو سره ملاقات نه كولو۔د ګل په ورځ په خپل ټوېټ او مېډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل د نواز شريف بيانيه په اقتدار كښې ?? راتللو سره لوټ مار كول دي٬مني لانډرنګ او جعلي اكاؤنټس د هغوي پیژندګلو ده٬د نواز شريف بيانيه يوازې د شريفې كورنۍ دولت زياتول دي۔ ده ووئېل اولس د هغوي په دور كښې د غريب نه غريب تر شوے٬د (ن)ليګ په دور كښې د دوه كروړه څخه زيات ماشومان د سكولونو نه بهر وو٬د هغوي بيانيه دا ده چې په پېسه لګولو اقتدار ته راشي او په اقتدار كښې ?? راتللو سره پيسه يوه په دوه كول دي ۔ده ووئيل كه په هېواد كښې دا وخت كومه بيانيه شته نو هغه د عمران خان ده٬عمران خان د هېواد ګټې له”ایبسلوټلی ناټ”هېچرې نه دي وئېلې٬عمران خان د كشميريانو رېښتونے وكيل او سفير دے۔ ده ووئېل عمران خان د مودي او آر اېس اېس هندو توا سوچ نړۍ ته ورمخې ته كړے ۔وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل د دوي د ودونو دستورو له مودي راځي٬نن كشميرے اولس د دوي څخه پوښتنه كوي چې دوي چرته د حري?? لارښود هم د واده دستورې ته رابللي يا د كشمير د آزادۍ په اړه ئې خبره كړې ي?? يې د هند ځواكونو لخوا په كشميريانو د ظلم او جبر پوښتنه ئې كړې۔ ده ووئېل دوي د مودي د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون كولو او د هند اداكارانو سره به يې ملاقاتونه كول خو د مودي په وېن?? يې د حريت مشرانو سره ملاقات نه كولو۔ده ووئيل مريم صفدر نن تش په نوم د كشمير د چيمپئن په توګه ګرځي او كله د پنجاب٬سندھ او د سوات لور شي٬مريم سرټيفائيډ دروغجنه ده٬كومې به چې وئېل زما په لندن كښې څه په پاكستان كښې هم جائيداد نشته٬نن په كومه خله په عمران خان تنقيد كوي۔(
د مريم صفدر د پلار او د مودي په بيانيه كښې هېڅ فرق نشته٬مريم نواز شريف د هند بيانيه په هېواد كښې خپرول غواړي۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا