اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وفاق?? کابينې د لوړو زده كړو كمېسون بدلون بل 2023 او آرټس لپاره د وفاقي اردو يونيوسټۍ، سائنس او ټيکنالوجۍ بدلون بل 2023 د نېشنل كمېشن فار هيومن ډويلپمنټ آرډيننس 2002 ، د پرائيويټ سکيورټي سروسز ريګوليټري بل 2023، د ورلډ فوډ پروګرام د ګاډو سپيئر پارټس د يو كنټېنر د پا??ستان د لارې د كراچۍ نه تر كابل د ټرانزټ اجازې او د پاکستان لينډ پورټ اتھارټي جوړولو لپاره د قانون سازۍ منظوري وركړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په غونډه كښې وفاق?? کابينې ته آئي اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د لوظنامې د خدوخال په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د ټولو ملګرو هېوادونو بشمول چين، سعودي عرب، متحده عرب امارات او د اسلامك ډيويلپمنټ بېنك او د آئي اېم اېف د اېم ډي مننه كوٶ۔ وفاق?? کابينې د تجارت وزارت په سفارش افغانستان ته د خوراك وركولو آپرېشن جاري ساتلو لپاره د ورلډ فوډ پروګرام ګاډو د سپيئر پارټس يو كنټېنر د پا??ستان د لارې د كراچۍ نه تر كابل د ټرانزټ اجازې وركړې ده۔ کابينې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت په سفارش د لوړو زده كړو بدلون بل 2023 منظور كړې٬ د بدلون بل منظورۍ سره به نه يوازې پا??ستان كښې د لوړو زده كړو نظام كښې د عصر نو تقاضو له مخې جدت راشي بلكې د كمېشن په معاملو كښې به هم سپېځلتيا پېدا شي۔ وفاق?? کابينې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت په سفارش آرټس لپاره د وفاقي اردو يونيوسټۍ، سائنس او ټيکنالوجۍ بدلون بل 2023 اصولي منظوري وركړې ده ٬ د منظورۍ نه پس به پوهنتون كښې جديد اصلاحات سره سره تحقيق ته هم وده ترلاسه شي۔ وفاق?? کابينې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت په سفارش نېشنل کميشن فار هيومن ډويلپمنټ آرډينيس 2002 كښې د بدلون هم اصولي منظوري وركړې ده د دې دريو واړو قوانينو مسوده به په سي سي اېل س?? كښې وړاندې كولې شي۔ وفاق?? کابينې ته په اسلام آباد كښې د سالډ ويسټ مينجمنټ په منصوبه تفصيلي بريفنګ وركړې شو٬ کابينه آګاه كړې شوه چې د دې منصوبې له مخې دوه ډول لائحه عمل جوړ كړې شوې دي٬ د لنډې مودې پا??يسۍ له مخې د اسلام آباد سيمو پشمول په خوا اوشا سيمو كښې وېسټ کلليکشن پېل كړې شوې دې او د اوږدې مودې پا??يسۍ له مخې د اعليٰ معيار د نړيوالو كمپنو خدمات ترلاسه كولو لپاره ټينډرز جاري كړې شوې دي۔ وزيراعظم د اسلام آباد روغتونونو فضلے تلف كولو لپاره د موجوده انسنريټرز تفصيلات طلب كړي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې په اسلام آباد کيپټل ټيريټر?? كښې د سالډ ويسټ مينجمنټ دې بشپړه نظام وړاندې كړې شي۔ ده دا هم امر وكړو چې اسلام آباد كښې د سالډ ويسټ مينجمنټ پلان كښې دې د روغتونونو زهريله فضله تلف كولو لپاره په دې حقله تجربه كار كمپنو ته جلا ذمه وارۍ سپارلے شي۔ وفاق?? کابينې اسلام آباد کيپيټل ټيريټري لپاره د سالډ ويسټ مينجمنټ بل ليجسليټيو کيسسز لپاره کابينه کمېټۍ ته د لېږلو اصولي منظوري وركړه۔ وفاق?? کابينې د پرائيويټ سکيورټي سروسز ريګوليټري بل 2023 سي سي اېل سي ته د لېږلو اصولي منظوري وركړې٬ د دې بل له مخې به د سيکيورټي نظام باضابطه نګرانۍ لپاره پرائيويټ سيکيورټي سروسز ريګو ليټري اتھارټي جوړولې شي۔ وفاق?? کابينې پاکستان لينډ پورټ اتھارټۍ جوړولو لپاره د قانون سازۍ اصولي منظوري وركړې ده خو امر شوې دې چې د تجارت وزارت د مشاورت نه پس دې د قانون سازۍ مسوده سي سي اېل سي ته ولېږلې شي
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډه٬ آئي اېم اېف سره د درې اربه ډالرو په لوظنامه بريفنګ٬ د اېچ اي سي او وفاقي اردو يونيورسټۍ د بدلون بل منظوري
CMD sports online entertainment official website
APP35-030723
ISLAMABAD: July 03 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet. APP/TZD
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس