لاهور 12 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې د وزارت تر سيوري لاندې د نړيوال سيرت النبي ﴿ص﴾ كنفرنس شريكه اعلاميه جاري كړې شوه۔ د مذهبي چارو دوهم وزير پير امين الحسنات په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو په مشوره تياره ك??ې شوې نهه نكاتي اعلاميه وړاندې كړه۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬ د تركيې د مذهبي چارو د محكمې صدر ډاكټر محمت ګورمېز٬ د مالديپ د مذهبي چارو نائب وزير علي وحيد٬ وفاقي او صوبائي وزيران٬ د سېنېټ٬ قومي او صوبائي اسمبلۍ غړي٬ سركاري چارواكي٬ مذهبي پوهان او نورو مذهبونو سره تعلق لرونكي كسان هم په لويه شمېره موجود وو۔ په اعلاميه ك??ې وئيلي شوي دي چې د يو بل د مذهبي مشرانو او د عبادت خانو احترام ??ې وكړې شي٬ مذهبي مشران دې د داسې بيانونو او ليكونو نه ډډه وكړي چې په نتيجه ك??ې ئې د نورو زړه آزار شي۔ مذهبي شخړې او اختلافات دې د مشورو٬ تفاهم او د مكالمې د اصولو په رڼا كښې ختم كړې شي۔ په اعلاميه ك??ې وئيلي شوي دي چې ټولو مذهبي مشرانو لپاره دې په لازمي تو??ه د تربيې پروګرامونه تشكيل كړے شي چې د لارې ئې دوي د نورو مذهبونو بنيادي معلومات ترلاسه ك??ي۔ په اعلاميه ك??ې وئيلي شوي دي چې بايد د ټولو مذهبونو مشرانواو سكالران د مذهبونو٬ ټولنې او د كلتور همغږې لپاره د يو بل د عبادت ځايونو د مثال په تو??ه د مندر٬ مدرسو٬ جوماتونو٬ كليساګانو او د ګوردوارو پرله پسې دورې وكړي۔ په اعلاميه ك??ې وئيلي شوي دي چې داسې نصاب دې جوړ كړے شي چې د يو بل د ب??ا بلنه وركړي او د حكومت د لارې دې د دې د تعليم بندوبست وكړے شي۔ په اعلاميه ك??ې وئيلي شوي دي چې د اقليت لفظ امتيازي تاثر لري٬ دې لپاره دې موزون بل لفظ وكارول شي۔ مېډيا دې د همغږۍ كمپائن چلولو لپاره اماده ك??ې شي۔ په كنفرنس كښې د 11 هېوادونو استازو ګډون وكړو۔
د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې د وزارت تر سيوري لاندې د نړيوال سيرت النبي ﴿ص﴾ كنفرنس شريكه اعلاميه جاري كړې شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں