اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) بشري حقونو لپاره د لنډ مهاله وزيراعظم خاص مرستيالې مشعال ملك وئيلي دي هندي ځواكونه په مقبوضه کشمير كښ?? د خپلواكۍ حق له راخوتونكے غږ غلے كولو لپاره جنګي جرائم او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي٬ د ملګرو ملتونو د لوي كچې يو كمېشن دې جوړ كړے شي كوم چې د نړيوال قوانين له مخې ګرده نړۍ كښ?? د كېدونكو جرائمو تحقيقات وكړي، ا??را??يل په غزه بې ګناه كوچنيان او مېرمنې په نخښه كوي۔ د زيارت په ورځ حريت مشرانو سره د كشمير تورې ورځ پحقله خپلې وېنا كښ?? دې ووئيل په منطقه كښ?? امن لپاره د كشمير مسئله حل كول ضروري ده٬ كشميريان د كال 1947 راهسې د هند د جبر او ظلم مقابله كوي٬ هند د آر اېس اېس د لارې ګرده نړۍ كښ?? كشميريان ځوروي ، دې ووئېل اوس سکھ اقليت هم د هغوي نه محفوظ نه دے ٬ په كاناډا كښ?? د سكھ لارښود وژنه د دې واضحه مثال دے۔ دې ووئيل په كشمير او فلسطين كښ?? كېدونه ظلمونه د يو خاص ذهينت عكاس دي او دا اور په ګرده نړۍ خپرېږي۔ دې د ملګرو ملتونو نه مطالبه وكړه چې ملګري ملتونه دې يو اعلې كچې كمېشن جوړ كړي كوم چې د نړيوال قوانين له مخې ګرده نړۍ كښ?? د كېدونكو جرائمو تحقيقات وكړي او دغه طاقتونه ځواب وركونكي وګرځوي۔ په دې موقع د حريت نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔
هندي ځواكونه په مقبوضه کشمير كښې د خپلواكۍ حق له راختونكے غږ غلي كولو لپاره جنګي جرائم او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ مشعال ملك
CMD sports entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین