اسلام آباد۔29مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې پاكستان به خپلو فلسطي??ي ورونړو سره ولاړ وي او په هر يو فورم به دوئي لپاره غږ پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد جواد ربيع سره خبرو كښی وكړه كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔ سفیر صدر آصف علی زرداری ته د صدر مملكت منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده په غزه كښې د بې ګناه فلسطي??ي وګړو په ضد د اسرائيلي پوځ په ظلم او زياتي او ترهګرۍ رڼا واچوله۔ فلسطيني سفير سره خپلو خبرو كښی صدر مملكت د فلسطيني ??ول?? د مړانې او د اسرائيلي قبضې په ضد د دوئي د روانو هڅو او ستړو ستائنه وكړه۔ صدر مملكت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې ټول ركاوټونه لر?? كولو سره په غزه كښې د فلسطي??ي وګړو تحفظ باوري كولو سره غزه ته د بشري مرستې آزادۍ سره رسولو له هڅې وكړي۔ فلسطيني سفير د زده كړو په څانګه كښې د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ 50 زره څخه زياتو فلسطيني زده كوؤنكو د پاكستان تعليمي ادارو څخه په بېلو څانګو كښې ګرېجوېشن كړے دے۔ ده صدر مملكت ته د فلسطيني صدر محمود عباس سلام هم ورسولو او فلسطيني ??ول?? سره په بشپړه يو والي يۍ د پاكستاني حكومت او ??ول?? مننه وكړه۔
پاكستان به خپلو فلسطيني ورونړو سره ولاړ وي او په هر يو فورم به دوئي لپاره غږ پورته كوي ٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د فلسطين سفير احمد جواد ربيع سره ملاقات
Phoenix Rise Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری