اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پوپ فرانسس سره ليدلي٬ په دې موقع د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ٬ امن او ورورولۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څر??ندونه شوې۔ داخله وزير هغه له د وزيراعظم لخوا د پاکستان دورې كولو بلنه هم وركره ٬ د دې په ځواب پوپ فرانسس ووئيل زه به هڅه كوم چې ډېر زر د پاكستان دوره وكړم۔ د داخله وزارت وياند لخوا د جار?? بيان له مخې محسن نقوي د اروپا دورې په مهال اټاليه ته رسېدلے او په وېټېكن سټي كښې ئې پوپ فرانسس سره ليدل۔ په دې نه وړاندې وېټيكن سټي ته په رسېدو د داخله وزير محسن نقوي تود هركلے وشو٬ پوپ فران??س د جړانواله پېښې نه وروستو د كليسو جوړولو او بيا رغونې د كار ستائنه وكړه۔ په دې موقع پوپ فرانسس ووئيل د پاكستان اولس لپاره زما پېغام د امن دے بايد مونږ په ګده امن لپاره كار وكړو۔ د فسلطين په صورتحال د خبرو په مهال پوپ فرانسس ووئيل د فلسطين صورتحال د تشويش وړ دے۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي د فلسطين په مسئله په موثره موقف خپلو د پوپ فرانسس مننه وكړه۔ ده په دې موقع پوپ فران??س د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو او اقدامات نه خبر كړو۔ د پوپ فران??س د خدمات ستائنه كولو سره ده ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره ستاسو خدمات د ستائنې وړ دي۔ د ملاقات په اخر كښې پوپ فران??س د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا او د پاكستان اولس لپاره د نېكو هيلو څر??ندونه وكړه۔
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي پوپ فرانسس سره وليدل
UG sports reputable betting platform
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ