لاهور۔11اګست(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې زغم ٬ متقابل احترام او د بشري حقونو تحفظ د اسلامي ټولنې پېژندګلو ده٬ د ټولو مذهبونو خلكو ته د خپلو خپلو نظريو له مخې د ژوند كولو بشپړه آزادي ترلاسه ده٬ مونږ د اقليتونو د حقونو د تحفظ او د دوئي د پرمختګ او سوكالۍ عزم لرؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اقليتونو قامي ورځې په مهال په خپل پېغام كښې ووئيل د اقليتونو د قامي ورځې په موقعه په پاكستان كښی ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم او د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پوري كردار لوبولو دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ وزیراعظم ووئيل په سركاري كچه د اقليتونو د قامي ورځې لمانځلو مقصد اقلیتونو سره د يووالي څرګندونه او هېواد لپاره د دوئي د خذماتو اعتراف دے۔ ده ??وئيل اقلیتی ورورولۍ د پاكستان په تحريك كښې مهم كردار ترسره كړو او د پاكستان جوړېدو څخه تر دې دمه د هېواد په تعمير كښې خپله برخه اچوي۔ شهباز شريف ووئيل قائد اعظم محمد علي جناح د اقليتونو د حقونو په اړه په 11 اګست 1947 د پاكستان آئين ساز اسمبلۍ كښې يو تاريخي تقرير كښې اقليتونو لپاره بشپړه مذهبي آزادي اعلان كړې وه۔ د قائد اعظم د ویژن له مخې د اقليتونو د خذماتو په اعتراف كښې 11 اګست د اقليتونو ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ??وئيل د پاكستان حكومت د مذهبي اقليتي ورورولۍ خېر ښېګړې له عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ??وئيل دا ننۍ ورځ په پاكستان كښې ژوند كوؤنكو مذهبي اقليتونو سره د يووالي څرګندونې او د عزت او احترام ياد تازه كوي۔ د پاكستان حكومت د آئين په رڼا كښې ټولو اقليتونو له يو برابر حقونه باوري كوي۔ په پاكستان كښې ژوند كوؤنكي مسلمانان، سکھ، هندو، مسیحی، پارسی او دغسې د نورو مذهبونو خلك ددې هېواد آزاد وګړي دي كومو ته چې د خپلو حقونو او نظرياتو له مخې د ژوند ت??رولو بشپړه آزادي ترلاسه ده۔ ده ??وئيل د اقليتونو د حقونو خيال ساتل په اسلامي تعليماتو كښې مهم حېثيت لري٬ زغم ٬ متقابل احترام او بشري حقونو تحفظ د اسلامي ټولنې پېژندګلو ده٬ د پاكستان مؤسس قائد اعظم هم ټولو اقليتونو ته د يو برابر حقونو وركولو تاكيد كړے دے۔ ده ??وئيل حكومت عزم لري چې د ټولو اقليتي ورورولو د بنيادي حقونو ٬ عزت ٬ وقار او د ځان او مال تحفظ به كولې شي۔ د ټولو اقليتونو د مقدس ځايونو حفاظت ٬ خيال ساتل او د دې رنګ روغن د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ له به په دې ورځ د خپل دې عزم پخلے كول وي چې په ګران هېواد كښې مونږ سره د ژوند كوؤنكو اقليتونو د حقونو به احترام كولې شي۔ ده ??يله ولرله چې اقليتونه به د هېواد پرمختګ لپاره خپلې هڅې دغسې روانې ساتي۔ وزيراعظم په علماﺀ كرامو او اولس زور راوړو چې هغوي دې د بېلو عقيدو لرونكو خلكو ترمينځه زغم او بېن المذاهب همغږۍ ته وده ??ركړي۔ دغسې هغوي دې بېن المذاهب همغږۍ ته وده ??ركولو لپاره ټولو ادارو سره په ګ??ه كار وكړي۔ وزیراعظم باور وركړو چې حكومت به د بېلو مذهبونو منونكو د حقونو خيال ساتلو له خپلې هڅې روانې ساتي۔
زغم ٬ متقابل احترام او د بشري حقونو تحفظ د اسلامي ټولنې پيژندګلو ده٬ مونږ د اقليتونو د حقونو د تحفظ او د دوئي د پرمختګ او سوكالۍ عزم لرؤ: د وزيراعظم شهباز شريف د اقليتونو ورځې په موقعه پيغام
Governor Online Reputable Betting Site
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر