اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) پا??ست??ن تېره شپه د کراچۍ ایئرپورټ ته نزدې ?? ناوړه ترهګر بريد سخته غندنه كوي د كوم په نتيجه كښې چې دوه چينائي انجينئرز مړه او يو ژوبل شوے۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې مونږ د چين او پا??ست??ن ځپليو كورنيو سره غمرازي او ژوره خواخوږي ښكاره كوؤ او د ژوبل شويو زر روغتيا له لاس په دعا يؤ۔ د بيان له مخې د ترهګرۍ دا ناوړه كارروائي نه يوازې په پا??ست??ن بلكې د پاك چين په تلپاتې ملګرتيا بريد دے ٬ مونږ د مجيد برېګېډ په شمول د دې ناوړه بريد ټولو ذمه وارو انصاف سره د مخ كولو عزم لرؤ۔ وياندې په خپل بيان كښې زياته كړه چې د پا??ست??ن امنيتي او قانون نافذ كوؤنكې ادارې به د مجرمانو او د دوئي د سهولت كارو په نيولو كښې كوم كمې نه كوي او په دې وحشيانه فعل كښې ككړ به سزا څخه بچ نه شي۔ خارجه وزارت کوآرډینېشن لپاره چينائي سفارت سره نزدې ??ابطه كښې دے۔ د بيان له مخې پا??ست??ن او چين نزدې همكاران او مضبوط رونړا هېوادونه دي كوم چې د شريك احترام او مق??ر په رشته يو بل سره تړلي دي۔ وياندې ووئيل پا??ست??ن د چينائي وګړو ٬ منصوبو او په پا??ست??ن كښې د ادارو حفاظت او سلامتيا له د خپل كوټلي عزم پخلے كوي او ترهګر قوتونو ته ماتې وركولو له به خپلو چينائي ورونړو سره په ګډه كار كول روان ساتي۔
د كراچۍ ترهګر بريد د غندنې وړ دے ٬ د چين او پاكستان ځپليو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كوؤ ٬ خارجه دفتر
थ्री मंकीज़ आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا