اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی) خارجه سېكرټر?? آمنه بلوچ د زيارت په ورځ د بيلجيئم په برسلز ښار كښې د “دوه رياستي حل نفاذ لپاره د نړيوال اتحاد”په دوهمه غونډه كښې ګډون كړے۔د خارجه دفتر د اړ??ه جاري شوي بيان له مخې د نړيوال اتحاد وړومبۍ غونډه تېر كال د سعودي عرب رياض ښار كښې شوې وه۔نړيوال اتحاد تېر كال رابطو ته ودې ورك??لو او مينځني ختيز كښې د يو منصفانه او جامع امن مخ په وړاندې بوتللو لپاره جوړ شوے ؤ چې پكښې د اسرائيل قبضې خاتمه او د فلسطين يو آزاد رياست جوړول مقصد هم شامل دے۔خارجه سېكرټري فورم ته په وينا كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه وكړه او د فلسطين مسئلې حل ك??لو له يې كوټلې نقطه نظر او د فلسطين يو آزاد او خپلواكه رياست جوړول كوم چې د 1967 څخه په وړاندې پ??لو مشتمل وي او پايه تخت يې القدس شريف وي او په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين د بشپړه ركنيت سره سره د فلسطين كاز لپاره د پاكستان د غېر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔خارجه سېكرټري په مينځني ختيز كښې د اوږد مهاله امن لپاره د نړيوالې ورورولۍ د هڅو تند??لو په حاجت هم زور راوړو۔
خارجه سېكرټري آمنه بلوچ په برسلز كښې”دوه رياستي حل نفاذ لپاره د نړيوال اتحاد”په دوهمه غونډه كښې ګډون
Royal Cruise Lines Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia