په پاكستان كښې تل د آرمي چيف ټاكنه په مېرټ شوې٬عمران خان دې اووئي چې په پاكستان آرمي كښې كله په مېرټ ټاكنې نه دې شوې۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف خبري كنفرنس ته وېنا
Dead or Alive Salon official link
APP37-070922
ISLAMABAD: September 07 - Defence Minister, Khawaja Muhammad Asif addressing a press conference at PID media center. APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په پاكستان كښې تل د آرمي چيف ټاكنه په مېرټ شوې٬عمران خان دې اووئ?? چې په پاكستان آرمي كښې كله په مېرټ ټاكنې نه دې شوې٬د پوځي مشرتابه لخوا په سينئر افسرانو كښې چې كومې څلور يا پنځه نامې راځي په دې افسرانو كښې وزيراعظم په خپل مشاورت د آرمي چيف٬نيول چيف يا ايئر چيف ټاكنه كوي٬نن چې كله اقتدار نشته نو عمران خان د پاكستان د پوځ په ټولو مشرانو بريدونه ??وي او قصدا ً د راتلونكي عسكري مشرتابه په اړه شكوك او شبهات راپېدا كوي٬په هېواد كښې موجود ادارې د ده د كرپشن پلټنې ??وي او د فارن فنډنګ پشمول د نورو كيسونو پلټنې ډیرې وړاندې تللې دي٬دا ټول څيزونه به رامخې ت?? كېږي او زيات وخت به نه لګ?? چې د دې هر څه حساب ب?? كېږي٬ ده ته به هغه وخت لاس اچوو كله چې مونږ پوخ ثبوت او قوي شواهد لرو٬د توشه خانې په اړه د پلټنو سفارښتنه لېږلې شوې٬ د180 ملين پاؤنډ د معاملې انكوائري ترسره شوې٬نېب د دې نوټس هم اخستے ۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره يوځاې په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل څو ورځې وړاندې عمران خان د آرمي چيف د ټاكنې په اړه يو لانجمن بيان وركړے ؤ او بيا يې پرون د خپل بيان د وضاحت كولو هڅه كړی٬ده پرون خپلې خبرې ته د نوې معنې او مطالب وركولو هڅه كړې٬عمران خان داسې بيانونه د سوچ له مخې وركوي٬اول په ادارو بريد كولې شي٬د دې متنازعه كولو هڅې كولې شي٬د دوي هڅه ده چې په ادارو تورونه ولګي او ري ايكشن وكتلے شي او د دې نه پس په دې كښې كمې زياتې كولو سره ووئيلي ش?? چې ما خو د مېرټ خبره كوله۔ده ووئيل تر ننه د يو دوه نه علاوه په پاك پوځ كښې ټولې ??اكنې او تبادلې ??ه مېرټ شوې دي۔ده ووئيل حالات دا د?? چې د عمران خان د خپل ګوند خلق هم د هغه نه اوس ډډه كوي۔د هغه د ګوند خلق وائ?? چې مونږ ته معلومه نه ده چې عمران خان څه وئېلي دي مونږ نه دې اورېدلې٬تېره ورځ د پي ټي آئي سره تعلق لرونكي صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هم د عمران خان د بيان نه د لاتعلقۍ اظهار كړے ۔د دفاع وزير ووئيل پخوانې وزيراعظم دې اووئ?? چې په پاكستان آرمي كښې كله په مېرټ ټاكنې نه دې شوي٬زمونږ د حكومت لخوا وروستۍ ټاكنه د اوسني آرمي چيف ده٬د دې ټاكنې ده توثيق كړے٬زما په خيال د تېرو دريو كلونو په مهال ده چې د اوسني آرمي چيف څومره ستائنې كړې دي دومره به يې د چا هم نه وي كړې٬تر دې چې عمران خان به پخپله لويو لويو مهمو غونډو نه نه راتللو٬ ده ووئېل د آرمي چيف او د عمران خان د باور دا عالم ؤ چې آرمي چيف به د مهمو غونډو مشري كوله او عمران خان به پخپله نه راتللو٬د عمران خان په ځاې به د سياسي او سېكورټي بريفنګ د آرمي چيف په حواله ؤ ۔ده ووئيل نن چې كله اقتدار نشته نو عمران خان د پاكستان د پوځ په ټولو مشرانو بريدونه ??وي او قصدا ً د راتلونكي عسكري مشرتابه په اړه شكوك او شبهات راپېدا كوي