اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) پاكستان او هنګري د دفاع په څا??ګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له لوظنامه لاس ليك كړې۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د دفاع سېكتر لېفټننټ جنرل (ر) حمود الزمان خان او اېډیشنل سېکرټری دفاع رئیراېډمرل فېصل امین د دفاعي پالېسۍ سټېټ سېكتر ډاکټر ګسپارماروتھ په بلنه د پربډاپسټ دوه ورځنۍ دوره وكړه۔ په دې موقعه په سيمه ايزو ٬ نړيوالو ٬ د شريكې خوښې او دفاعي مرستې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې پاكستان كښې د راغلي اوسني ??ېلاب ذكر هم وكړے شو۔ د دفاع سېكتر د دوه اړخيزه غونډو په كولو د هنګری سټېټ سېكتر مننه وكړه۔ د هنګري د دفاع وزارت كښې په شوې دستوره كښې د پاكستان او هنګري د دفاع وزارتونو ترمينځه دفاعي مرستې سره اړونده لوظنامه لاس ليك كړی شوه۔ د دفاع سېكتر او د هنګري ستېټ سېكتر دا لوظنامه لاس ليك كړه۔ د دې لوظنامې لاندې به د دواړو هېوادونو وسله والو ځو??كو??و ترمينځه دفاعي مرستې لپاره يوه مضبوط قانوني ??ګلاره موجود وي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دې ډول دورو په روانو ساتلو موافقه راغله دغسې چې د دفاع په څا??ګه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړې شي
پاكستان او هنګري د دفاع څانګه كښې د مرستې لوظنامه لاس ليك كړه
Spiritual Miracle APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج