ډېره اسماعيل خان 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ترهګري هېواد لپاره فتنه او ناسور دے ٬ د دې به خاتمه كوٶ، د ګهړۍ غل هېواد په نړۍ كښ?? بدنام كړے٬ د معيشت بېړه ئې غرقه كړې او ملګرو هېوادونو سره ئې اړيكې خرابې كړې٬ په خېبرپښتونخوا كښ?? تباهي د پخواني حكومت د ناسمه منصوبه بندۍ په سبب ده ٬ د عمران نيازي د ناسمو پاليسيو په سبب هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ٶ، مخلوط حکومت هېواد د ديواليه كېدو نه ساتلے ٬ اولس دې پرېشانه كېږي نا هېواد به د ستونزو نه رابهر كوٶ٬ د سېلاب ځپليو د كورونو تر آباد كارۍ به په قلاره ن?? كېښنو، د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو سره به په سوئيلي خېبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان كښ?? پرمختګ او سوكالي راشي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو او پرانستې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښ?? وكړه ۔ په دستوره كښ?? د جمعيت علماﺀ اس??ام (ف) امير او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان، د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غ??ام علي، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، مولانا عبدالواسع، مفتي عبدالشکور، مولانا اسعد محمود، مريم اورنګزېب، د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام، د قامي اسمبلۍ دو??م سپيكر زاهد اکرم دراني پشمول لوړ پورو او د سيمې مشرانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ فنته بيا سر پورته كوي٬ په بنو كښ?? ډېره دړدېدٶنكې پېښه رامخې ته شوې خو د امنيتي ادارو اهلكارو٬ کمانډو افسرانو او ځوانانو اپرېشن وكړو٬ په عملياتو كښ?? برخه اخستونكو اغسرانو او اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ ده ووئېل په پېښه كښ?? شهيد شوي اهلكار زمونږ اتلان دي، د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬ هغوي د جرات او مړانې شاندار تاريخ رقم كړے٬٬ ده ووئېل يو پوځي افسر كوم چې په رخصتۍ ٶ په رضاكارانه توګه ئې په اپرېشن كښ?? برخه اخستې٬ د ھغه جرات٬ بهادري او عزم د ستائنې وړ دے، بلوچستان كښ?? هم يوه پېښه رامخئ ته شوې ٬ په دې معامله غونډه رابللې شوه ٬ د دې پېښو مخنيوے به كوو او د ترهګرۍ لعنت به خاتمه كوٶ، وفاقي او صوبائي حکومتونه او ادارې به د قلنګ اخستونكو٬ اغواء كارو او د ترهګرۍ د فتنې خاتمه كوي۔ وزيراعظم ووئيل په دې سيمه كښ?? څو مياشتې وړاندې چې زه راغلے ووم نو اوبه اوبه وې٬ د سېلاب له امله لويه تباهي شوې خو نن د پرمختګ او د سوكالې د منصوبو د بنياد تيګه اېښودې شوې ٬ سېلاب څخه په ن??ښار ، چارسده، کالام، کوهستان، ډيره اسماعيل خان او ټانك كښ?? ډېر زيان شوے ٬ سوات كښ?? هم تباهي شوې او په دې كښ?? لويه برخه د پخواني حكومت د غلط منصوبو ده، ده ووئېل په سيندونو كښ?? كورونه او هوټلې جوړې كړې شوي٬ په صوبه كښ?? د ھغه ګوند حكومت دے چې په ن??رو تنقيد كوي خو د دو?? د خراب ګورننس او كاركردګۍ له امله دلته تباهي راغلې۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي او صوبائي ادارو شپه او ورځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره اقدامات كړي او 85 اربه روپۍ ئې په سېلاب ځپليو 25 ٬ 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر تقسيم كړي ٬ د دې نه علاوه ئې ځپليو له كمبلې٬ خېمې او داروګان هم وركړي٬ ده ووئېل زمونږ نورو هېوادونو هم مرسته كړې ٬ خو سېلاب ځپليو لپاره چې څومره وسائل وركړے شي كم دي، د جنورۍ په 9 مه ن??ټه په جنيوا كښ?? ډونرز کنفرنس كېدونكے دے، هلته به هم نړۍ خبروٶ چې په ګلوبل وارمنګ كښ?? د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو زياته ده ٬ كومه تباهي چې شوې ھغه زمونږ په سبب نه ده٬ ده ووئېل مخلوط حکومت او صوبې به د سېلاب ځپليو تر بيا آبادكارۍ په قلاره ن?? كېښني۔ ده ووئيل دلته د پرمختيائي منصوبو پېل د مولانا فضل الرحمان د ذاتي خوښۍ څرګندونه ده٬ د اس??ام آباد نه تر ډيره اسماعيل خان هکله موټروے هم جوړه كړې شوې ، ٬ د سي پېك د آخري برخې په توګه د سکھر حېدرآباد موټر وے د بنياد تيګه هم اېښودې شوې ۔ ده ووئيل وزيراعظم ووئيل د كله ن?? چې ما سوګند پورته كړے نو ما هم دا احساس نه لرلٶ چې معيشت د پخواني حکومت د ناسمه پاليسو په سبب دو??ره خراب شوے٬ هېواد ديواليه كېدو ته نزدے ٶ، ده ووئېل آئي اېم اېف سره چې لوظنامه ختمه شوه وه مو د مخلوط حکومت او د ادارو د هلو ځلو او د اولس په دعاګانو او پاكستان د خواخوږو د محنت او مرستې په سبب هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے شو، دې كښ?? هېڅ شك نشته چې بلها چېلنجز موجود دي، سېلاب څخه 30 اربه ډالره زيان شوے ٬ نړۍ كښ?? كساد بازاري ده٬ د تېل او ګاز بيعه زياته شوې خو اولس دې پرېشانه كېږي نا مخلوط حکومت او ادارې به هېواد د ستونزو نه رابهر كري، ده ووئېل كه مونږ محنت وكرو نو پاکستان به د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شي٬ په چغو٬ مرثيو او شعرونو نه به محنت هېواد پرمختګ كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ډيره اسماعيل خان ژوب سي پېك روټ د بنياد تيګه اېښودې شوې ٬ چشمه رائټ بېنك کېنال منصوبې سره به په زرګونو اېكړا زمكه د اوبه خور شي٬ د چشمه پاور پلانټ منصوبه هم تعطل سره مخ ٶه او اوس به دا په يو نيم كال كښ?? بشپړه شي٬ 132 کے وي ګرډ سټيشن د بنياد تيګې په اېښودو د سيمې اولس د مباركۍ مستحق دے۔ وزيراعظم ووئيل په الېكشن كښ?? به اولس پرېكړه كوي چې ايا ھغوي به ھغه چا ته ووټ وركوي چې چا چې د خانه کعبه د ماډل ګهړۍ خرڅه كړې٬ شپه او ورځ بدې ردې وائي يا به ھغوي ته ووټ وركوي څوك چې شپه او ورځ د هېواد او قام خدمت كوي، مونږ به هېواد د غربت او بې روزګارۍ نه اوباسو،ده ووئېل د بندونو جوړول د سيمې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري دي، د واپډا چيئرمېن دې په دې لړ كښ?? منصوبه بندي وكړي٬ مرحله وار به په صوبه كښ?? بندونه جوړوٶ٬ په ډېره اسماعيل خان كښ?? د نوې اېئر پورټ د بنياد تيګه اېښودې شوې او دې سره د صنعتي زونز جوړولو هم تجويز وركړے شوے ٬ اړوند وزارتونه دې په دې كار وكړي٬ دې سره به دا سيمه د زرعي او صنعتي هلو ځلو مركز شي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره وفاقي٬ صوبائي حكومتونو٬ وسله والو ځواكونو٬ د برېښنا وزارت او نورو ادارو چې په بشپړه توګه كوم كار كړے په هغې دو?? ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ
د ترهګرۍ لعنت به خاتمه كوٶ٬ د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو سره به سوئيلي خېبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان كښې پرمختګ او سوكالي راشي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا
Circus happy APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن