ملګري ملتونه 18اپرېل(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پ??كس??ان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي چې ماحولياتي بدلونونه د پ??كس??ان د كركيلې څانګې ته زيات زيان رسوي چې ورسره د خوراك په برخه كښې په خپلو پښو ولاړ هېواد د خوراك كمي سره مخ كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه پ??كس??اني استازي د ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن ( اېف اے او) لخوا راجوړه كړې شوې يوه مباحثه كښې وكړه۔ ??ه ووئيل د ماحولياتي بدلونونو ناوړه اغېز د لاسه مونږ له درې كلونو راهېسې ګڼ اړخيزه ستونزو سره مخ يؤ۔ ??ه ووئيل پ??كس??ان په يو وخت كښې د خوراك په برخه كښې په خپلو پښو ولاړ هېواد وو٬ د پ??كس??ان د افرادي قوت 38 فيصده برخه د كركيلې څانګې سره تړون لرلو او د كال 22۔2021 په مهال د پ??كس??ان په جي ډي پي كښې د كركيلې برخه 22.7 فيص??ه وه۔ د ماحولياتي بدلونونو د لاسه زمونږ پېداواري صلاحيت پرله پسې كمېږي۔ ??ه ووئيل د تېر كال سېلاب دلاسه په 4.4 ملین اېکړ رقبه ولاړ فصلونه ډوب شول۔ پاکستانی استازي د ملګرو ملتونو دې خبرې سره اتفاق وكړو چې نړيوال مالياتي نظام په اخلاقي توګ?? ديواليه شوے دے۔ خلق غېر يقيني او غېر متوقع شاكس سره مخ دي او سره د دې هغوي مرسته ترلاسه كولې شي۔ ده دا حقيقت په ډاګه كولو سره ووئيل چې مونږ له به په نړيوال مالياتي نظام كښې د مېشته كمو لرې كولو هڅې كول وي۔
ماحولياتي بدلونونه د پاكستان د كركيلې څانګه زياته اغيزمنه كوي٬ منير اكرم
Emperor's Favor APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری