اسلام آباد۔1جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او د منځني ختيز چارو خصوصي مرستيال مولانا حاحظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي اسرائيل سره د تماس نيولو يا تسليمولو خبرې يوازې شر راجوړولو لپاره كېږي۔ پاكستان اسرائيل سره هېڅ رابطې نه لري۔ په پاكستان د فشار اچولو دنډوره كولې شي دغسې چې په داخلي توګه اړے ګړے رامخې ته شي۔ متحدہ عرب امارات یا سعودی عربستان د اسرائيل تسليمولو په اړه څه وئيلي نه دي۔ د پاكستان عرب اسلامي هېوادونو سره اړيكو كښې ښه والي د پاكستان دښمن قوتونه پرېشانه كړي۔ سعودی عربستان، کوېت، مصر، بحرین، عمان، متحدہ عرب امارات او د عراق په شمول ټولو هېوادونو سره بېلو څانګو كښې اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ دا خبرې هغه د زيارت په ورځ اسلام آباد كښی د ملكي او غېر ملكي ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره كړي ۔ هغه ووئيل وزيراعظم قامي اسمبلۍ كښې د پاكستان پاليسي په ډاګه كړې چې مونږ ملګرتيا غواړؤ غلامي نه۔ كه په افغانستان كښې كورنے جنګ وشو نو ورسره به ګرده نړۍ وځپلې شي۔ افغانستان كښې امن له سهولت كار جوړېدے شوو اړي ګړي له نه۔ هغه ووئيل افغان ډلې مصالحت له بايد د خبرو اترو لار خپله كړي۔ د سعودي عربستان په مرسته د پاك افغان علماﺀ كنفرنس اعلاميه د امن او صلحې غږ دے د چا په ضد فتوی نه ده۔ هغه ووئېل مسلمانانو لارښودو له به غور كول وي چې تر كومې به د بې ګناه مسلمانانو وينه بهيولې شي۔ طاهر محمود اشرفی ووئيل کشمیر، فلسطین، شام، عراق، یمن، افغانستان هر ځاے وينه وينه دے۔ دا خونړې لوبه به اوس ختمول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل پاكستان كښې د تېرو 6 مياشتو په مهال د مذهب يا فرقې په بنياد كوم قتل نه دے شوے۔ پاكستان كښی د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ صورتحال د نورو هېوادونو په مقابل كښې ښه دے۔ محرم الحرام كښی د امن په ځاے ساتلو او د مسلكونو ترمينځه همغږۍ له د وزيراعظم په سپارښتنه د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو ٬ لارښودو ٬ امنيتي ادارو او صوبائي حكومتونو سره د مشاورت لپاره لړۍ پېل كړې شوې۔
اسرائيل سره د تماس نيولو يا تسليمولو خبرې يوازې شر راجوړولو لپاره كېږي ۔د مولانا طاهر محمود د ملكي او غېر ملكي ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل