اسلام آباد 19 جنوری (اے پی پی) د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقی وزیر پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د قامی جذبې او بشپړه اتفاق سره به سی پیك پروژه كاميابول?? شي، سي پېك زمونږ د قام او د نوې نسل پروژه ده ٬ ډير زر به د چين پلاوي پاكستان ته راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د شريكې مرستې كمېټۍ جاج غونډې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ټولو صوبو ته د انډسټريل زونز جوړولو لپاره ځائې په ګوته كولو له وئيلي شوي دي۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا د لارې د سي پېك په ضد د سي پېك په ضد سازشونه كونكې به پھ هر فورم ناکامه كېږي۔ وفاقی وزیر د چین قیادت پاکستان كښې د صنعتونو پرمختګ غواړي۔ د سی پېك په پروژو كار تندۍ سره روان دے ۔ ده ووئيل تر 2018ء به زمونږ د معیشت پیداوار 6 فیصده ته ورسي۔ ده ووئيل تر 2018ء به قامی ګرډ كښې 11 زره میګاواټه برېښنا سسټم كښې شامل شي چې ورسره به د توان بحران ختم شي۔ ده ووئيل د سی پیك ترمخه چین پاکستان كښې صنعتونه جوړوي ۔ ده ووئيل پاکستان كښې چې د چین څومره هم منصوبې روانې دي په هغې كښې د نيمې څخه زيات د پاکستان انجینئران او خوارې كښ كار كوي۔ خپلې پروژې په وخت بشپړولو له د چین انجینئران او خوارې كښ شپه ورځ كار كوي۔ ده ووئيل اقتصادی راهدارۍ پروژه درې كاله وړاندې د کاغذ يوه ټكړا وه نن په هغې عمل درآمد كېږي ، كه مونږ تر 2030ء د دې بيل اهداف ترلاسه كړل نو پاکستان به سيمه كښې د اهميت وړ هېواد جوړ شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې غیر ملکی سرمایه کاری زياتېږي۔ ده ووئيل اقتصادی راهدارۍ پروژه د ټولې سيمې لپاره يو ګیم چینجر دے۔ په دې مه??ل د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ پرویز خټك ووئيل په سی پیك پروژه د چین دورې لپاره وفاقی حکومت مننه كوو۔ ده ووئيل مارچ میاشت كښې د بیجنګ دوره كولو سره به د پروژې په اړه کار بشپړ كړ?? شي۔
د قامی جذبې او بشپړه اتفاق سره به د سي پېك پروژه كاميابولې شي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام