اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان شاه سلمان ريليف سېنټر پاكستان كښې سپورټ فوډ سكيورټي پراجېكټ 2022 پېل كړو۔ د پراجېكټ د پرانستې دستوره په سعودي سفارت كښې وشوه۔ دستوره كښې په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعید المالکی، د نیشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (ای ډي اېم اے) چيئرمېن لېفټېننټ جنرال اختر نواز او د كنګ سلمان هیومېنټېرین اېنډ ريلیف سنټر پاکستان آفس ډائرېکټر ډاکټر خالد اېم العثمانی په شمول نورو سعودي سفارتكارو او مهم شخصيت ګډون وكړو۔ په دې موقعه دستورې ته خپل خطاب كښی پاكستان كښی د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد المالكي ووئيل په پاكستان كښې د روژې مياشتې په مهال مستحقينو ته د خوراك څيزونه وركول د سعودي حكومت لخوا يوه ډالۍ ده۔ دا سامان د کنګ سلمان ریلیف سنټر لخوا وركولې شي۔ چیئرمین اېن ډی اېم اے لېفټېننټ جنرال اختر نواز په دې موقعه خپل خطاب كښې ووئيل د سعودی عربستان لخوا ډالۍ كړې شوې د خوراك او څښاك دا سامان به مستحق وګړو ته رسولې شي۔ ده وئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري كومې چې اسلامي اقدارو سره تړون لري۔ ده ووئيل سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی ده۔ د دې پراجېكټ ترسېوري لاندې به په څلورو واړو صوبو كښې د كال 2022 په مهال 75 زره فوډ پېكجز په درې پړاؤنو كښې وېشلې شي۔
شاه سلمان ريليف سېنټر پاكستان كښې سپورټ فوډ سكيورټي پراجېكټ پېل كړو٬ د پرانستې دستوره كښې سعودي سفير او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ګډون
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات