اسلام آباد 17 جنوری (اے پي پي) كورنيو چارو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د هېواد د امنيت وضعې او د پولې د نظام جاج اخستو لپ????ه د سول آرمډ فورسز كمانډ كنفرنس وشو٬ چې پكښې د فرنټيئر كانسټېلري٬پاكستان رنجرز سندھ او پنجاب٬فرنټيئر كور٬ګلګت بلتستان سكاؤټس د پاكستان كوسټ ګارډ كمانډرانو او د كورنيو چارو د وزارت اعلٰ?? چارواكو ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزير د غونډې مشري كولو س??ه د پاكستان په پرمختګ او په امنيت د سول آرمډ فورسز په كردار رڼا واچوله او د دوي خذمات يې وستائېل۔ده ووئيل منطقې ته د ورپیښو جيو ستراتېژېكي چېلنجونو په تناظر كښې د هېواد استحكام او امن لپ????ه د ښې حكمت عملۍ په بنياد بايد سول آرمډ فورسز په آپرېشنل كچه تيارې وكړي٬ ده ووئېل زمونږ معيشت پرمختګ كوي٬د سي پیك د موقعو څخه استفاده كولو لپ??ره استحكام او د سلامتيا تحفظ ضرور دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د نوې ټېكنالوجۍ كارولو س??ه د سول آرمډ فورسز د تربيې او استعداد زياتولو ضرورت دے۔ده سول آرمډ فورسز لپ????ه د نوې وسلې اخستو په لاره كښې د ټولو خنډانو لرې كولو امر شوے چې دغسې ځواكونه د ترهه ګرۍ ??خ نيوي وكړی شي۔ده ووئيل سول آرمډ فورسز د امن په اړه د حكومت پوزه او غوږنه وي٬د دوي د كار استعداد زياتول به زمونږ كورنۍ سلامتيا او زمونږ پولې محفوظې كړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل بايد سول آرمډ فورسز د امنيت د اوسنو چېلنجونو ??خ نيوي لپ??ره فعاله كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د پرمختګ جاج اخستو لپ??ره بايد كمانډ كنفرنس د دريو مياشتو په بنياد وشي۔ده ووئيل د سي پیك او ميري ټائم اهميت لپ??ره پاكستان كوسټ ګارډ مهمه ذمه واري لری۔د كورنيو چارو وزير پھ كراچۍ كښې د امن بحالۍ لپ????ه د سندھ رينجرز كردار هم وستائېلو۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان اهميت په جغرافيائي اعتبار سره ډېر زيات دے۔ده په خېبرپښتونخوا كښې پوځ سره په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې لپ????ه د فرنټيئر كانسټېبلري د كردار ستائنه هم وكړه
د كورنيو چارو وزير احسن اقبال پھ مشرۍ كښې د سول آرمډ فورسز كمانډ كنفرنس
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados