اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي)د وزيراعظم په خاص سپارښتنه ټول هېواد كښې د احساس ’’ څوك وږے وده نشي پروګرام‘‘ پراختيا په اړه عطيات لپاره فنډ جوړ كړے۔ د روژې مباركي مياشت څخه وړاندي د احساس ٬٬څوك وږے اوده نشي ٬٬ پروګرام پرانستي په موقع وزيراعظم دا اعلان كړے ؤ،د روژې په مياشت كښې دا فنډ جوړول يو مهم اقدام دے كوم به چې اولس او سول سوسائټي له د يو داسې فلاحي رياست جوړولو لپاره ترغيب وركوي چرته به چې څوك وږے اوده نه شي۔اولس په ټول هېواد كښې کمرشل بينکونو كښې د احساس څوك وږے اوده نشي په نامه نغدې يا کراس چيك فنډ كښې جمع کولے شي۔ د ټول هېواد 15 ښارونو كښې د اسټيټ بينك آف پاکستان بينکنګ سروسز کوآپريشن فيلډ دفترو كښې هم دا مرسته جمع كېدې شي۔اسټيټ بينك آف پاکستان کمرشل بينکونو ته سپارښتنه كړې چې چنده جمع کولو كښې د اولس آسانيو لپاره پخپل کاؤونټرز د وړاندې څخه پرنټ شوے ډپازټ سلپ تيار وساتي۔ بينکونو ته وئيلي شوي چې په خپل ويب سائټس او اے ټي ايم سکرينز د فنډ اکاؤنټ لمبر او آئي بي اے اين ډسپلے کړي دغسې چې عطيه وركونكي په متبادل تګلارو د عطيات وركولو جوګه شي۔بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د بينكونو په ويب سائټ وركړي اکاؤنټ په پاکستان كښې هم کمرشل بينک له خپله چنده ليږلې شي ۔ پاکستان كښې روشن ډيجيټل اکاءونټس (آرډي اے) په ځائې ساتونكي بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان هم د خپل آر ډي اے اكاونټ څڅه فنډ كښې برخه اچولې شي۔
وزيراعظم اولسي عطيات لپاره د احساس ’’ څوك وږے اوده نه شي ‘‘ فنډ قائم كړو
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر