اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب د شورو په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) ملازمانو په شاهراه دستور جاري احتجاج له رسېدلې او د ملازمانو د مطالباتو حل كولو لپاره يقين دهاني وكړه او د دې نه پس مظاهرچيانو خپل احتجاج ختم كړو۔ وفاقي وزيره د شورو په ورځ په شاهره دستور د اے پي پي احتجاج كوٶنكو ملازمانو سره ملاقات لپاره رسېدلې۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر اختر منير، پرنسپل انفارميشن آفيسر (پي آئي او ) مبشر حسن هم وفاقي وزيرې سره وو۔ وفاقي وزيرې ملازمانو سره يوالي لپاره هم دوي سره په سړك كېښناسته۔ دې ووئيل خبريالانو سره زما تعلق سياسي يا د حكومتي نمائنده په توګه نه دې٬ زه د اے پي پي د ملازمانو د مسئلو نه ښه خبر يم خو دا مسئله يوازې د اے پي پي نه ده۔ دې ووئيل ټوله ورځ د اطلاعات وزارت لوړ پوري د خزانې وزارت سره په تماس كښې ٶ٬ “ډسپريټي الاٶنس او رېګولر پے سکېلز” د ټول كارپورېشنز مسئله ده۔ دې ووېيل د خزانې وزارت ته وئيلې شوې دي چې د دې مسئلې زر حل راوباسئ٬ په دې لړ كښې يوه كمېټي جوړه شوې ده كومه چې به د شورو پهو رځ د دې معاملې جاج اخلي۔ وفاقي وزيرې د اے پي پي ايمپلائز يونين نمائندګانو ته ووئيل چې ھغوي هم د كمېټۍ په غونډه كښې ګډون وكړي۔ مريم اورنګزېب باور وركړٶ چې د اے پي پي د ملازمانو ترقۍ لپاره د “ډي پي سي” كولو هدايات به جاري كولې شي۔ د اے پي پي ملازمانو د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په راتګ٬ د يوالي په څرګندونې او د مسئلو د حل كولو په يقين دهانۍ مننه كولو سره احتجاج ختم كړو
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب د اے پي پي ملازمانو احتجاج له ورسېده، د يوالي څرګندونې په توګه په سړك كېښناسته٬ د وفاقي وزيرې په يقين دهانۍ مظاهرچيانو احتجاج ختم كړو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ