اسلام آباد30ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د يوې فعاله تګلارې په خپلولو مسائل حل كړئ دغسې چې پاكستان نيغ په نيغه د غېر ملكي سرمايه كارو راغب كولو سره د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټي او سنټرل بزنس ډسټركټ غوندې جديد او پائيداره رئيل اسټېټ منصوبو څخه زياته ګټه پورته كړي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټي(روډا)او د سنټر بزنس ډسټركټ(سي بي ډي)٬ والټن په اړه د جاج اخستو غونډې مشري وكړه۔د روډا په بېلو پروژو كښې شمسي توان څخه د چلېدونكې د تجديد وړ برېښنا پیدا كونكې پلانټ لګونه٬خاص اقتصادي زونز او خاص ټېكنالوجي زونز جوړول٬د فيري آپرېشنز پېل٬ كول نالج پارك او ركه جهك فارم جوړول شامل دي۔دا ټولې منصوبې به د خپلو مالي ضرورياتو په اړه خپلواكه وي٬دغسې چې د دې پائيداري باوري كړې شي۔وزيراعظم ته د آئي اېم جي دبئي تهيم پارك په اشتراك سره د پاكستان تر ټولو لويې تهيم پارك جوړولو په پروژه هم بريفنګ وركړے شو۔په راوي ريور فرنټ 2000 كناله زمكه جوړېدونكې دا منصوبه د سرمايه كارو راغب كولو لپاره به د راروانې مياشت په پېل كښې په دبئي ايكسپو 2020 كښې نندارتون لپاره وړاندې كولې شي۔وزيراعظم په هېواد كښې د سمارټ٬خود كفيله ٬پاك او ښو كورونو او كاروباري منصوبو ودې لپاره د آر يو ډي اے او سي بي ډي په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د يوې فعاله تګلارې په خپلولو مسائل حل كړئ دغسې چې پاكستان نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو سره دې جديد او پائېداره رئيل اسټېټ منصوبو څخه زياته ګټه پورته كړي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټي او د سنټر بزنس ډسټركټ٬والټن په اړه د جاج اخستو غونډه
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ