اسلام آباد 05 جولائي (اے ??ي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي كه كوم مشكل وخت راغلو نو د پاكستان پوځ٬حكومت او د اپوزېشن پشمول ټول قام به په يو پیج وي٬مونږ د حالاتو مقابلې له په بشپړه توګه چمتو يوو٬په صورتحال نظر لرو ٬د وزيراعظم عمران خان حكومت غواړي چې په اف??ان??تان يا دوحه كښې ټول اف??ان??ن مشران كېښني او هغوي چې د صورتحال كوم هم حل راوباسي مونږ لپاره به د قبلولو وړ وي۔د هند استخباراتي ايجنسي را او د هغې ذيلي ادارې په پاكستان كښې د وران كارۍ نه ډډه نه كوي٬په ??را??ۍ كښې هم يوه ډله نيولې شوې د كومې اعلان به چې په مناسب وخت كولې شي۔اف??ان??تان سره په 7 سرحدي سيمو به تګ راتګ د وخت د تقاضو له مخې وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې د غونډې نه پس خبري كنفرنس ته وكړې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل هيله لرم د اف??ان??تان څخه به دا ځل هغه حالات جوړ نه شي كوم چې وړاندې جوړ شوي وو۔ده ووئيل د نادرا چيئرمېن ته هدايت شوے چې په ټول پاكستان كښې د نادرا په دفترو كښې دننه چې كومه ناولتيا ده هغه لرې كړي۔په ??را??ۍ كښې د وړاندې نه د داسې 30 كسانو په ضد كاروائي شوې كومو به چې غلط شناختي كارډونه جاري كول ۔ده ووئېل 19 كسان معطل شوي هم دي ??وك?? ضرورت ؤ نو په دې معامله به جے آئي ټي هم جوړه كړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم به ډېر زر د ازبكستان دوره وكړي چرته به چې دوه مهمې لوظ نامې هم لاس ليك كوي۔د 5 نه تر 7 ورځو ويزه به په انټري وركولې شي۔د لاهور او تاشقند ترمينځه د پي آئي اے ??روازونه هم پېل شوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې نوې دور ته رسېدلي۔ده ووئيل په اېف آئي اے ??ښې 1145 چوكو لپاره 12 لكه خلقو درخواستونه جمع كړي٬دې عمل ترسره كولو لپاره 13 كروړه روپو ته ضرورت دے كومې به چې مونږ د خپلو وسيلو څخه وركوو۔ ده ووئېل د جولائي د 26مې نېټې نه به د ټېسټ اخستو عمل پېل ??ړے شي٬ 509 نورې نوكرۍ به هم وركولې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل افغان پوله به د سباؤن ضرورتونو سره هم آهنګ كولې شي۔په طورخم او چمن د اېف آئي اے ??اېف سي او د قانون نافذ كونكې ادارې د وړاندې نه د تګ راتګ په اړه د ضروري قانوني تقاضو په پوره كولو مامور دي۔د چمن پوله به هم د جولائي تر 30مه نېټې اليكټرانك كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د ټي اېل ??ي كيس مو اورېدلے كمېټي چې كوم وړاندېزونه وركړي هغه به د كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاكستان كښې د وړاندې نه دېرش څلوېښت لكه اف??ان??ن كډوال مېشته دي٬مونږ د راتلونكي وخت په صورتحال نظر ساتلے او د حالاتو نه خبر يو۔د پوځ مشرانو په بلنه ټولو مشرانو د اتحاد او يو والي څرګندونه كړې او ټول قام متحد دے٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ډي اېم لامينځه تللے٬د آزاد كشمير د ټاكنو نه پس به صورتحال نور هم بدل شي۔ده ووئيل ما وئېلي وو چې د مريم او شهباز شريف په سياست كښې به فرق راځي
كه كوم مشكل وخت راغلو نو د پاكستان پوځ٬حكومت او د اپوزېشن پشمول ټول قام به يو وي٬مونږ د حالاتو مقابلې له په بشپړه توګه چمتو يو۔د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار