اسلام آباد 30 جولائي(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلې دي د پاكستان مشرتابه په افغانستان كښې امن غواړي ٬ د افغانستان په حقله زمونږ پالېسي بيخې واضحه ده ٬ مونږ په افغانستان كښې د كومې ډلې مرسته نه كوو نه هغه قوي كوو٬ بلكې د يو داسې چاپېريال راجوړولو هڅې كوو جې پكښې د افغانستان ټولې ډلې پخپل مينځ كښې كېښني او يو شريك حكومت رامخې ته كړے شي ٬ مونږ په منطقه كښې اقتصادي او تجارتي روابط ته وده وركول غواړو ٬ تر مينځنۍ اسياﺀ رياستونو د رسنې انحصار په مستحكم افغانستان دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاك افغان يوته فورم د سېوري لاندې راجوړې دستورې ته وكړه ۔ چوهدري فواد حسېن ووئېل د افغانستان په حقله د پاكستان پالېسي بيخي واضحه ده ٬ مونږ په افغانستان كښې د كومې يوې ډلې مرسنه نه كوو او نه هغه قوي كوو بلكه يو داسې چاپېريال راجوړولو له هڅې كوو چې پكښې د افغانستان ټولې ډلې پخپل مينځ كښې كېښني او يو شريك حكومت رامخې ته كړي۔دا يواځنۍ لار ده د كومې ترمخه چې په افغانستان كښې مستحكم حكومت او امن ناكه ټولنه رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل دا وخت په افغانستان كښې داسې يوه ډله په دې پوزېشن كښې نه ده كومه چې په ګرد افغانستان حكومت وكړي۔كه يوه ډله په كابل قبضه كوي او بله په دغې كښې خنډ راولاړوي نو په داسې حال كښې امن نه شي راتللے۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې د امن لپاره چې څه كولې شوو د هغې هڅې كوو۔ دا يو ګران كار دے۔ده ووئيل سپر پاورز خپله كاروائي وكړي او لاړ شي۔نتائيج زغمل يې مونږ ته راپغاړه كېږي۔پاكستان او افغانستان د سپر پاورز د كاروائيو نتائج زغملي۔ده ووئيل مونږ د افغانستان لپاره د يو قوي سباؤن رامخې ته كولو هڅې كوو۔زمونږ باور دے چې د دې منطقې قوي معاشي سباؤن په يو مستحكم او امن ناكه افغانستان منحصر دے۔زمونږ ټولې هلې ځلې دغې پلو روانې دي۔د اطلاعات وزير ووئيل د پاكستان د سباؤن معيشت د مستحكم افغانستان څخه تاؤېږي٬مونږ د مينځنۍ آسيا رياستونو سره قوي مواصلاتي روابط غواړو۔دې مقصد لپاره وزيراعظم عمران خان د ازبكستان دوره كړې۔ده ووئيل د ازبكستان سره مونږ د پېښور نه تر مزار شريف او بيا تر تاشقند د رېلوے پټلۍ لوظ نامې هم لاس ليك كړي۔مونږ د افغانستان د لارې ترمينځنۍ آسيا رياستونو ته د ټركونو د لارې تجارت ته وده وركول غواړو۔ده ووئيل ګوادر او كراچۍ بندرګاه له تر مينځنۍ آسيا رياستونو د رسنې وركولو انحصار په مستحكم افغانستان دے ځكه چې يواځې مستحكم او امن لرونكي اافغانستان څخه تر مينځنۍ آسياﺀ رياستونو او منطقه كښې مواصلاتي رابطې ممكن كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل افغان ځوانانو د وزيراعظم عمران او د پوځ سرلښكر سره هم ملاقات كړے او د هغوي نقطه نظر يې معلوم كړے۔وزيراعظم عمران خان سره د افغانستان د ځوانانو او د خبريالانو ملاقات په پښتو او دري ژبو كښې د سر ليكونو سره نيغ په نيغه ښودلے شوے۔هيله ده چې د افغانستان زياتره ودانۍ ته به دې پروګرام څخه د پاكستان پالېسۍ په اړه معلومات ترلاسه شي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د افغانستان ځوانانو او خبريالانو سره په ملاقات كښې د پاكستان او افغانستان په سباؤن خبره كړې۔د اطلاعات وزير افغان ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل اسلام آباد يو ښكلے ښار دے٬د دې په حقله په مختلف كچه غلط فهمۍ پیدا كړی شوي ۔داسې دورې به د دغسې غلط فهمو لرې كولو له مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل د پاكستان څخه د سينئر خبريالانو د كابل دورې انتظام كوو چرته به چې هغوي د افغان قيادت سره ملاقاتونه كوي۔فواد چوهدري ووئيل مونږ باور لرو چې مېډيا يواځنۍ لار ده د كومې څخه چې مونږ خپل نقطه نظر اولس ته رسولے شو۔ده د پاكستان او افغانستان ځوانان په يو پليټ فارم راغونډولو او د پاك افغان مېډيا كانكليو په تابيا كولو د پاك افغان يوته فورم هڅې وستائېلې او د ايونټ په كامياب انعقاد يې په كابل كښې د پاكستان سفير او ايكسټرنل پبلسټي ونګ له مباركي وركړه
د پاكستان مشرتابه په افغانستان كښې امن غواړي٬ تر مينځنۍ اسياﺀ رياستونو د رسنې انحصار په مستحكم افغانستان دے ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د پاك افغان يوته فورم دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس