اسلام آباد ۔ 16اپرېل (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار تېره مياشت د مانسهرې په كلي نين بين كښې په پېښه كښې د حق رسېدلي د سر شمېرې غړي عبد القدير ځوي الطاف ته د 10 لكهه روپو چېك د خصوصي مرستې په توګه وركړو۔ دا ??بره دې ښكاره وي چې د خزانې وفاقي وزير د پېښې څخه سمدستي وروستو د ده كورنۍ لپاره د معاوضې اعلان كړې ؤ۔ عبدالقدیر د پرائمري سكول استاد ؤ كوم چې د کھن شکورہ كلي وسېدونكے ؤ او د مانسهرې ضلعې نين بين كلي كښې ده د سر شمېرې فرض ترسره كولو چې پېښې سره مخ شو او وروستو ئې يو كونډه ٬ څلور زامن ٬ دوه لوريانې او ضعيفان مور پلار پرېښودل۔ د خزانې وزير د عبد القدير په مړينه خواشيني وښودله او غمجنې كورنۍ سره ئې خ??اخ??ږي ښكاره كړه۔ د ارو??ښا?? برخوردار الطاف وفاقي وزير سره ملاقات وكړو او ده څخه ئې د مرستې چېك ترلاسه كړو۔ دا ??بره دې ياده وي جې الطاف ته د تعليم په څانګه كښې ملازمت وركړې شوې۔
سناتور اسحاق ډار د سر شمېرې ډلې غړي عبد القدير ځوي ته د مرستې چېك وركړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ