اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي كورودانې بېګم ثمينه عارف علوي د دې هيلې څرګندونه وكړې چې د كورونا په وبا به زر قابو بيامومو او وئيلي ئې دي چې د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره انساني چارو سره د تړون لرونكي اخراج مخ نيوي ضرورت دے. د خالي په ورځ د نوروز په اړه يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې بېګم ثمينه عارف علوي ووئيل چې د نوروز په دستورو كښې په ګډون كولو ډېره خوشحاله شم. په دستوره كښې ګډون كوونكو ټولو هېوادونو ته د نوروز مباركي وركوم. دا د نوي كال پېل كېدو موقع ده ، امن او انسانيت لپاره د خپلو لوظونو د پخلي كولو يوه نوې هيله ده. هغې ووئيل چې نوروز د پسرلي د موسم د وړومبې ورځې تهوار دے. دا تهورا په بلقان، بحيره اسود ، قفقاز، مېنځنې اسيا، مېنځني ختيځ او نورو منطقو كښې د 3000 كلونو راهسې لمانځل كېږي. هغې ووئيل چې د كووډ په وجه زمونږ د تهوارونو په لمانځل كېدو بندېز دے. هيله لرم چې د واكسينو لګولو عمل به ډېر زر ترسره شي او مونږ به په دې رنځ قابو موندلو كښې بريالي شو. په دستوره كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو ګډون وكړو. په دستوره كښې د نوروز د جشن كېك هم پرې كړې شو. په دې موقع د پاكستان پشمول د بېلا بېلو هېوادونو كلتور په ډاګه كولو لپاره سټالونه هم لګول شوي وو. بېګم ثمينه عارف علوي هم د دې سټالونو معائنه وكړه.
د كورونا په وبا به زر قابو وموندلې شي. بېګم ثمينه عارف علوي
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش