اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی) خارجه وزیر خارجه مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي مونږ غیر ملكی میډیا نمائندګان د لائن آف كنټرول دورې كولو له هلته رسولي وؤ ، آيا هند به داسې وكړي چې آزاد خبريالان مقبوضه كشمیر ته بوځي ؟ ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر د ګل په ورځ پاكستان ته راځي او هغه ته به د پاكستان مؤقف بیانوم، هند د نړيوال قوانین خلاف ورزۍ كولو سره په لائن آف كنټرل شهری آبادی په نښه كوي۔ د زيارت په ورځ لائن آف كنټرول د نړيوالې میډیا دورې په اړه يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل د غیر ملكي میډیا نمائندګانو د لائن آف كنټرول دوره مهمه وه،د هند د اړخه عمر له دوه مخيز معیار رامخې ته كيږي۔ شاه محمود قریشی ووئيل هند دې انډیپینډینټ خبريالان مقبوضه كشمیر ته بوځي۔ ده ووئيل هند د نړيوال قوانین خلاف ورزۍ كوي، هند په لائن آف كنټرل شهری آبادی په نښه كوي،ملګرو ملتونو خپل مبصرین هم تعینات كړي خو هند هغوي محدود ساتلي ۔ خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر د ګل په ورځ پاكستان ته راځي، زه به د پاكستان مؤقف هغه ته وړندې كوم او هغه به د ټول صورتحال څخه خبروم۔ ده ووئيل بنګله دیش سره ښې دوه اړخيزه اړيكې غوړو، د تير وخت خرابۍ هيرولو سره ښه سباؤن غواړو۔ده ووئېل مونږ بنګله دیش كښې نوے سفیر هم تعینات كړے۔ شاه محمود قریشی ووئيل كه پاكستان دے ، چین ٬ نیپال دے یا بنګله دیش هند پرله پسې د خپلو ګاونډيانو سره اړيكې خرابوي
هند په لائن آف كنټرل شهری آبادی په نښه كوي، مونږ غیر ملكی خبريالان لائن آف كنټرول دورې كولو له هلته بوتلي وؤ، آيا هند به داسې وكړي ؟ ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر په وړاندې به د پاكستان مؤقف بیانوم،خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha