اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې كراچي د پاكستان د صنعتي او تجارتي هلو ځلو مركز دې او د پاكستان معاشي پرمخ??ګ كښې كراچۍ زيات اهميت لري۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د كراچۍ ميئر مرتضٰی وهاب ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د كراچۍ ميئر وزيراعظم ته د كراچۍ انتظاميې چارو په اړه بريفنګ ور??ړو۔وزيراعظم ووئيل چې كراچي د پاكستان د صنعتي او تجارتي هلو ځلو مركز دې او د پاكستان معاشي پرمخ??ګ كښې كراچۍ خصوصي اهميت لري٬ د كراچۍ مسئلو تلپاتي حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومتونه د كراچۍ بلديې بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل چې د لنډ مهاله وزيراعظم په توګه زما وړومبۍ سركاري دوره د كراچۍ وه او د دې دورې په مهال د كراچۍ صنعتي او سوداګرې ور??رولۍ سره ملاقات او هغوي ته آسانۍ ور??ولو لپاره اړوند چارواكو ته هدايات جاري كول زما وړومبې ترجيح وه۔
لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د كراچۍ ميئر مرتضٰی وهاب ملاقات
Royal Jewelry Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ