بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) د چين او پاكستان وزيراعظمانو لي كي چيان او انوار الحق کاکړ د دوه اړخيزه اړيكو لا ودې لپاره د عزم پخلي كو??و سره سياسي٬ اقتصادي، تعليم، سائنس او ټيکنالوجۍ ، كلتور او د اولسي روابطو ته پراختيا وركولو ته اتفاق كړے٬ دا اتفاق د شورو په ورځ په بيجنګ كښې د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د دواړو مشرانو د ملاقات په مهال راغلے۔ په دې موقع د نګران وفاقي كابينې غړي او لوړ پوري هم موجود وو٬ دواړو مشرانو د قوي او اوږدې مودې د پاك چين اړيكو ذكر كو??و سره شريكو اريكو ته لا وده وركولو له د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د چين مشرانو ته په غوره فورم كولو مباركي وركړه۔ بيلټ اينډ روډ منصوبې ته د پراختيا ذكر كو??و سره وزيراعظم ووئيل دا منصوبه د مواصلاتي روابطو او د مشترکه خوشحالۍ په سبب ګرده نړۍ كښې كليدي اهميت لري۔ وزيراعظم لي کي چيانګ د پاك چين اړيكو ودې ا?? د سي پېك په تعميراتي او د پرمختګ په رفتار د اطمينان څرګندونه كو??و سره هيله څرګنده كړې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو همكاري به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او اقتصادي اړيكو ته لا وده وركړي۔ دواړو وزيراعظمانو د چين او پاکستان ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم په يادښتونو د لا??ليك په دستوره كښې هم ګډون وكړو۔ په دې څانګو كښې کامرس، مواصلات (اېم اېل ون )، غذائي تحفظ او تحقيق، د ميډيا تبادلې، خلائي مرسته٬ د وګړو تل پاتې پرمختګ، ص??عتي مرسته٬ د افرادي قوت استعداد كښې اضافه، د معدنيات پرمختګ، موسمياتي بدلون او د واكسين جوړولو څانګې شاملې دي
نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين خپل همڅنګ لي كي چيانګ سره وليدل
BNG electronic entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ