اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د بل??چستان اولس ښګړې او خوشحالۍ ته حکومت پام لرنه كوي ، د خضدار -کراچۍ ډبل روډ جوړېدو لپاره په تندۍ سره مخ په وړاندې روان يوو ،کچھي کېنال منصوبې په اړه د منصوبه بندۍ وزير٬ د پنجاب او بل??چستان لنډ مهاله اعلې وزيرانو پشمول يوه بېن الصوبائي كمېټي دې جوړه كړې شي، د خوړونو باراني اوبو كارولو لپاره دې چېك بند جو?? كړے شي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بل??چستان چارو په اړه مهمه د جاج اغستو غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د بل??چستان وزيراعليٰ علي مردان ډومکي، د تعليم صوبائي وزير ډاکټر قادر بل??چ، د بل??چستان چيف سېكرټري شکيل قادر د نګران حكومت نمائندګي كوله٬ د لنډ مهاله وفاقي حكومت لخوا د منصوبه بندۍ وفاقي نګران وزير سميع سعيد، د قانون وفاقي وزير احمد عرفان اسلم او اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو ۔ ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د بل??چستان اولس ښګړې او خوشحالۍ ته حکومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د بل??چستان په ټولو آبي منصوبو كښې دې کلائميټ ريزيلئنس او کلائميټ فنانس تر نظره وساتلے شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د خضدار-کراچۍ ډبل روډ جوړولو لپاره چارې دې په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د دې نه علاوه وزيراعظم د بل??چستان د سركاري پوهتونونو د مالي مسئلو په سمدستي توګه د حل كولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم د کچھي کينال منصوبې چارو په اړه د بېن الصوبائي كمېټۍ جوړولو او په دې كمېټۍ كښې د منصوبه بندۍ وزير،د پنجاب او د بل??چستان نګران اعليٰ وزيرانو د شاملولو هم امر وكړو٬ کمېټي به د كچهي كېنال بحالۍ او پراختيا پحقله تجويزونو له حتمي شكل وركوي۔ وزيراعظم د نېشنل هائي ويز اينډ موټر ويز پوليس ته د نادرا په اشتراك سره د ګاډو رجسټرېشن او فټنس پحقله د كوټلي نظام جوړولو امر وكرو۔ په دې موقع غونډې ته د بل??چستان چيف سېكرټري د صوبې په بېلا بېلو منصوبو بريفنګ وركړو٬ ۔ غونډې ته بل??چستان لپاره د ټيکس او نان ټېکس محصولات زياتولو پحقله په لائحه هم بريفنګ وركړے شو٬ غونډه خبر كړې شوه چې د ټېكس ريونيو كلېكشن نظام په ډيجيټلائزشن كار روان دے۔ غونډې ته كان كنۍ ته د صنعت درجه وركولو په اړه په پورته كړو اقداماتو هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په كوئټه كښې كان كنۍ صنعت لپاره د رېسكيو 1122 خاص مركز جو?? كړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول انتظامي سپېځلتيا زياتولو لپاره د بل??چستان د ټولو سركاري ملازمانو ډېټا نادرا څخه تصديق كولې شي
د بلوچستان اولس ښېګړې او خوشحالۍ ته حکومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ
Ninja Raccoon Mania Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں