اسلام آباد۔28جنوری (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف عمومي سېكتر او د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر د بلوچستان په كېچ ضلع كښې په پوځي چوكۍ د ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ د پي ټي آئي مركزي ميډيا ډيپارټمنټ لخوا د جاري شوي بيان لمخې اسد عمر د دې بريد په نتيجه كښې د ځوانانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي قوم د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكو خپلو اتلانو ځامنو ته سلام وړاندې كوي۔ زمونږ ځوانانو د پاك پروردګار په مرسته او بيا د ملت ملاتړ سره په هېواد كښې د امن شمع روښانه كړې ده۔ هغه ووئيل بزدل او كينه ور دښمن د خپلو شرارتونو د لارې دا شمع مړه كول غواړي۔ هغه ووئيل مونږ هېواد له هر ډول ترهګرۍ څخه د پاكولو عزم كړې دې او مونږ به د دې نوغې وباسؤ۔ هغه په خپل بيان كښې غجنيو كورنيو سره غمرازي هم ښكاره كړه۔
اسد عمر د بلوچستان په كېچ ضلع كښې په پوځي چوكۍ ترهګر بريد وغندلو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار