اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاکټر معيد يوسف وئيلي دې پاکستان غواړې چې نړۍ سره د افغانستان رابطې بحال وي ، پاکستان د افغانستان او نړۍ ترمينځه د پل کردار ترسره كولے شي،د پاکستان افغان دوستي بس سروس به ډير زر پيل شي،پېښور نه تر جلال آباد په ټرين سروس به ډير زر كار پيل شي، افغان قيادت د عبوري حکومت تسليمولو په اړه باضابطه غوښتنه نه ده كړي، امر اللہ صالح په شان كسان په پاکستان بې بسټه تورونه لګوي، افغانستان سره د ”را” خطر اوس هم شته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پي ټي وي سره مركه كښې وكړه۔ده ووئيل جغرافيه نه شي بدليدې ، زمونږ خوش قسمتي ده چې افغانستان سره په اولسې كچه اړيكې لرو، په تيره موده كښې افغانستان سره په اړيكو كښې خنډان رامخې ته شوې وؤ خو بيا هم مونږ دا وايو چې مونږ د افغانستان سره تلل غواړو،كه په افغانستان كښې صورتحال خراب وې نو د هغې اثرات په پاکستان هم پريوځې،مونږ بيا بيا نړۍ ته دا هم وايو چې د افغانستان مسئلې دې سياسي حل ولټولے شي۔ده ووئيل زمونږ دا پاليسي ده چې افغانستان څخه پاکستان ته څه خطر نه وي، افغانستان كښې چې كوم هم حكومت وي هغه سره به اړيكې لرو۔ ډاکټر معيد يوسف ووئيل د افغانستان عبوري حکومت په اړه چې نړۍ كومه هم پريكړه وكړي پاکستان به هغې سره ولاړ وي ، بايد نړۍ د افغان حکومت سره خبره وكړي او د هغوې ته د مرستې وړانديز كولو سره سره افغان حکومت د خپلو هيلو څخه خبر كړي۔ده ووئيل كه د پولې بل پلو داسې كسان موجود وي كوم چې هېواد په نخښه كول غواړي نو اندېښنه ضرور وې، پاکستان او د هېواد اولس امنيت باوري كول د حکومت ذمه واري ده او په دې معامله مو عمر له كار كړے ۔ده ووئيل د هند څخه د واهګه په پوله افغانستان له د غنمو وركولو اجازه يواځې يو ځل وركړې شوي۔ ده ووئيل د افغانستان په اړه يواځې د کنفرنسز کولو ګټه نشته،زه پوهېږم چې سيمې له به د افغانستان مرسته كول وي،يواځې مينځنۍ نړۍ څخه دا مسئله نه شي حل كيدې خو دا پريكړه به پاكستان له نه نړۍ له پخپله كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم عمران خان پخپله سپارښتنه كړې چې د ګراونډ څخه دې د افغانستان مسئلې وكتلې شي او د هغې د حل كولو هڅه دې وكړې شي،زمونږ ترجيحات واضحه دي ، ده ووئېل مونږ د افغانستان سره رابطې ښه كول غواړو ، پاکستان افغان دوستي بس سروس به ډير زر پيل شي،دې نه علاوه د کاروباري ورورولۍ اړيكو او افغان سرمايه كارو له آسانيو وركولو لپاره هم مونږ د ويزې موده پنځه كاله كړې، دغسې د تشويشناكو رنځورانو درملنې لپاره پاکستان ته د راتللو مزل هم آسان كړے كېږي۔ده ووئيل پاکستان غواړي چې نړۍ سره د افغانستان رابطې بحال وي، پاکستان د افغانستان او نړۍ ترمينځه د پل کردار ترسره كولے شي،مونږ نړۍ ته وئيلي چې مرسته دې پاكستان ته راوړي او دلته څخه دې د زمكيز د لارې يا فضائي لارې افغانستان ته ورسوي۔ده ووئيل افغان قيادت د عبوري حکومت تسليمولو په اړه كومه رسمي غوښتنه نه ده كړې
پاکستان غواړې چې نړۍ سره د افغانستان رابطې بحال وي ، پاکستان د افغانستان او نړۍ ترمينځه د پل كردار ترسره كولے شي۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاکټر معيد يوسف
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری