اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او مينځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات كړے۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬د پاك سعودي اړيكو استحكام او د اسلامي نړۍ په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل پاك سعودي اړيكې د ايمان او عقيدې په بنياد دي۔سعودي سفير ووئيل پاكستان او سعودي عرب د اسلامي نړۍ په مهمو مسئلو يو درېځ لري ٬ پاك سعودي اړيكې كوم قوت كمزورې كولې نه شي۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل ګرين پاكستان او ګرين سعودي عرب و مينځنے ختيز د عمران خان او امير محمد بن سلمان د نړۍ لپاره ډالۍ دي
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ