لاهور۔17مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو ??فا??ي وزير عطاءاللہ تارړ وئيلي دي د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد ??عرې ووهي ٬ د شهيد??نو په قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د دوئي په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د اولس ژوند آسانول زمونږ مشن او د اولس مسئلې حل كولو زمونږ ترجيح ده٬ وزيراعظم راتللو سره د معيشت حوالې سره خپله ايجنډا وضعه كړه۔ ده ووئيل په ټېكس اصلاحاتو او د اېف بي آر په بيا تشكيل كولو هم كار روان دے۔ ده ووئيل د سیاسی استحکام په نتيجه كښې معاشي استحكام راځي۔ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كښې د ترهګرۍ پېښې ذكر كولو سره ??فا??ي وزير ووئيل تېره و رځ په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې د پاك پوځ ځوانان شهيدان شول۔ 23 كلن کېپټن محمد بدر هم په دې پېښه كښې شهيد شو كوم چې د 5 خويندو يوازينے ورور وو۔ ده ووئيل مونږ د شهيد??نو د غمجنيو كورنيو سره يؤ٬ د وزيرستان پیښې شهيد??نو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل بل اړخ ته يو سياسي ګوند د وزيرستان شهيد??نو پسې خندا كولو كښې بوخت دے۔ دوئي په تېر وخت ك??ې هم د شهيد??نو د قربانيو حوالې سره د سپكاوي سوشل ميډيا كمپائن چلولې۔ ده ووئيل د دې مونږ غندنه كوؤ۔ زمونږ لپاره هېواد تر ټولو اول دے ٬ هېواد چې وي سياست به وي ٬ شهيدان زمونږ د حفاظت او بقا ضمانت دي۔ ده ووئيل قامي يووالي او سلامتيا له به مونږ له يو موټې كېدل وي٬ ځينې رېډ لائنز دي بايد له هغې تجاوز ونكړے شي۔ تنقيد بايد اصلاح لپاره وي۔ ده ووئيل د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد ??عرې ووهي٬ مونږ به هېواد ډيفالټ كېدو له ورنكړؤ۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف د ودانې مخې ته د احتجاج مطلب څه دے؟ پاكستان ته راشۍ او احتجاج وكړۍ۔ ده ووئيل دا ډول كمپائن چلوونكي به قانون سره مخ كولے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??فا??ي وزير ووئيل تېره ورځ شيري رحمان صاحبه د پي آئي اے د نجكارۍ په ضد بيان نه دے وركړے بلكې هغې يو ماډل وړاندې كړې دې چې پی آئی اے دې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ لاندې ??چل??لې شي۔ دا يو ښه ډيبېټ دے۔ ده ووئيل د شهباز شريف په تېر حكومت چې د نجكارۍ كومه معامله روانه وه هغه به اوس كه پاك پروردګار ته منظور وي منطقي انجام ته و رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سوشل میډیا حوالې سره د ټولو سياسي ګوندونو بايد چارټر وي٬ د مېرمنو په ضد د ناوړ كمپائن ٬ په خلقو د بې بنسټه تورونو لګولو او رېډ لائن څخه د تجاوز كولو حوالې سره بايد ضابطه اخلاق وي۔
د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونو د پاكستان په ضد نعرې ووهي ٬ د شهيدانو قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ په ضد به يۍ كارروائي كولې شي٬ عطاﺀ الله تارړ
Gold Blitz Extreme Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری