اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی) دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 4 او 5 مئي د ګېمبيا په بانجول ښار كښې د اسلامي هېوادونو تنظيم (او آئی سی ) په 15 مه سرمشريزه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كو??۔ د خارجه دفتر لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 2 او 3 مئی د او آئي سي د كو??سل آف فارن منسټرز په غونډه كښې ګډون كو?? په كومه كښې به چې د غونډې ايجنډې ته حتمي شكل وركولے شي۔ د بيان له مخې دا غونډه اسلامي نړۍ لپاره په يو داسې سخت وخت كښې كو??ې شي چې كله د غزه اولس پرله پسې د جنګ په حالت كښې دے۔ دا د اسلامي هېوادونو م??رانو لپاره يوه مهمه موقعه ده چې هغه د غزه په صورتحال غور وكړي او يو م??بوط ٬ اجتماعي او م??فقه دريځ خپل كړي۔ د سرمشريزې غوندې په موقعه به دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د نسل كشۍ او په مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق ٬ د اسلامي نړۍ د يو والي ٬ په اسلامو فوبيا كښې د زياتوالي ٬ ترهګرۍ او د ن??يو??لو چېلنجونو په اړه د پاكستان دريځ وړاندے كو??۔ د غونډې په موقعه به دوهم وزيراعظم او خارجه وزير په غونډه كښې ګډون كوؤنكو م??رانو او خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه هم كو??۔
دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 4 او 5 مئي په ګيمبيا كښې د او آئي سي 15 مه سرمشريزه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ خارجه دفتر
Fuguishi Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ