اسلام آباد۔13مئی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف په بلوچس??ان كښې د زرعي ټيوب ويلو شمسي توان ته د منتقل كولو عمل تندۍ سره د بشپړ كولو عزم پخلي كولو سره وئيلي چې وفاقی حکومت به په دې لړ كښې هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم د سوئيلي بلوچس??ان پېكج په مهمو منصوبو د ??ار رفتار ګړندي كولو هم هدايت وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري شوي ??يان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د بلوچس??ان صوبې چارو په اړه مهمه غونډه وشوه۔ غونډ كښې د بلوچس??ان وزيراعلی سرفراز احمد بګټي په مشرۍ كښې د بلوچس??ان پلاوي ګډون وكړو۔ په پلاوي كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير ظهور احمد بلیدی ، د خزانې وزير شعېب نوشیروانی ،صوبائي پارليماني سې??تر حاجی برکت رند ، د صوبائي اسمبلۍ غړي میر رحمت صالح بلوچ ، حاجی محمد خان ، زمرک خان اچکزئی او چیف سېکتر شکیل قادر شامل وو۔ په غونډه كښې د بلوچس??ان صوبې په انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل بلوچس??ان پاکس??ان لپاره زياته مهمه صوبه ده۔ ده ووئيل هيله لرم چې د بلوچس??ان د وزيراعلی په مشرۍ كښې به نوې صوبائي كابينه د صوبې مسئلې حل كولو او دا د پرمختګ په لاره روانولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د بلوچس??ان د اولس خېر ښېګړه زمونږ اولنۍ ترجيح ده٬ وفاقی حکومت به د بلوچس??ان پرمختګ او سوكالۍ لپاره صوبائي حكومت سره په ګډه ??ار كوي۔ وزيراعظم په بلوچس??ان كښې د زرعي ټيوب وېلو شمسي توان ته د منتقل كولو عمل ګړندي كولو له د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل په دې لړ كښې به وفاقي حكومت هره ممكنه مرسته كوي۔ ده هدايت وكړو چې د زرعي ټيوب وېلو شمسي توان ته تر منتقل كېدو دې بلوچس??ان كښې دبرېښنا لوډ شېډنګ كم كړے شي دغسې چ?? فصلونه او باغونه اغېزمن نه شي۔ وزیراعظم د سوئيلي بلوچس??ان پېكج په مهمو منصوبو د ??ار رفتار ګړندي كولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د صوبې ځوانانو ته د زده كړو او ملازمت يو ډول موقعې وركولې شي دغسې چ?? د بلوچس??ان اولس د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په غونډه كښې د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اورنګزیب ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او اړوندو اعلی سركاري افسرانو هم ګډون وكړو
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبې چارو په اړه مهمه غونډه ٬ د زرعي ټيوب ويلو شمسي توان ته د اړولو په لړ كښې به وفاقي حكومت هره ممكنه مرسته كوي٬ شهباز شريف
Carnival Party Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے