اسلام آباد۔22 ??ګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي ??اكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې ?? فعاله كردار ترسره كولو عزم لري ٬ ده د اعتماد سازۍ اقداماتو د لارې سيمه ايزه همكاري پياوړې جوړولو سره سره په آسيا كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام ته د ودې وركولو په لړ كښې د سيكا بنيادي مقصد لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ پخلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د آسيائي تړون او اعتماد سازۍ كنفرنس (سیکا) عمومي سېكتر سفیر کیرات سری بے ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د اعتماد سازۍ اقداماتو د لارې سيمه ايزه مرسته مضبوطولو سره سره په آسيا كښې امن٬ سلامتيا او استحكام ته د ودې وركولو په لړ كښې د سيكا بنيادي مقصد لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ پخلے وكړو۔ ده د شخړو بنيادي سببونو د لرې كولو ٬ شخړو څخه د بچ كېدو په تګلارو عمل كولو او په منطقه كښې تلپاتې امن او سوكالي باوري كولو له د وږدې مودې حل چمتو كولو اهميت په ډاګه كړو۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې كال 2025-26 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه پاكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې ?? فعاله كردار ترسره كولو عزم لري۔ وزیراعظم سيمه ايزې رابطې زياتولو له هم د پاكستان عزم سرګند كړو او په دې لړ كښې يۍ د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ عمومي سېكتر سری بے وزیراعظم د سيكا روانو فعاليتونو او اقداماتو سره سره سباؤن لپاره د مجوزه وژن پ?? اړه خبر كړو۔ ده په سيكا كښې ?? فعال او تعميري كردار ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې پاكستان به سباؤن كښې هم نزدې مرسته دغسې روانه ساتي۔
پاكستان د نړيوال امن او سلامتيا په ځاے ساتلو كښې د فعاله كردار ترسره كولوعزم لري: وزيراعظم
Fruit candy reputable entertainment website
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا