اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د جمو و کشمير په اړه د او آئي سي د رابطه ګروپ غونډه د كېمرون په ياٶنډے ښار كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د کونسل 50مې غونډې په موقع شوې٬ د غونډې مشري د او آئي سي سيکرټري جنرل حسېن ابراهيم طحهٰ كوله، د پاکستاني پلاوي مشري سيکرټري خارجه محمد سائرس سجاد قاضي ك??له۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري بيان له مخې د او آئي سي سيکرټري جنرل حسېن ابراهيم طحهٰ په مشرۍ كښې په غونډه كښې د سعودي عرب، ترکيه، نائيجر، آذربائيجان، د او آئي سي د مستقل بشري حقونو کميشن (آئي پي اېچ آر سي) او د كشميريانو حقيقي نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع سيکرټري خارجه رابطه ګروپ د هن?? په غېر قانوني تسلط كښې د جمو و كشمير د سنګين صورتحال نه خبر كړو۔ ده د سلامتي ك??نسل د اړوندو قراردادنو خلاف ور??ۍ او په جمو و كشمير قبضه مستحكمولو لپاره د هن?? د هلو ځلو هم ذكر وكړو چې پكښې د ??ړك?? او يرې ماحول پېدا كول هم شامل دے۔ ده په هن?? زور ور??ړو چې ھغه په جمو و كشمير كښې ټول سياسي بنديوان خوشې كړي، په کالعدم سياسي ګوندونو دې بندېزونه لرې كړي٬ د پنځم اګست كال 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات دې منسوخ كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي ك??نسل په اړوند قراردادونو دې عمل وكړي۔ رابطه ګروپ د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هلو ځلو د ملاتړ پخلے وكړو چې پكښې د ملګرو ملتونو د سلامتي ك??نسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې په زر او سوله ايز حل زور رواړو۔ رابطه ګروپ په متفقه توګه د ګډې يوه اعلاميه هم منظور كړه چې پكښې په دې خبره زور رواړلے شو چې په سوئيلي آسياء كښې تل پاتې امن او استحكام د كشمير كشاله د سلامتي ك??نسل د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې حتمي حل سره تعلق لري ۔
په کيمرون كښې د جمو كشمير په اړه د او آئي سي د رابطه ګروپ غونډه
PG software reputation entertainment website
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔