اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي ??وش?? خانه ريفرنس كښې د غلا سره نيولے شوے٬ كه پلټنې وكړې شي نو په شوکت خانم هسپتال او نمل كالج يونيورسټۍ كښې به هم د عمران خان غلا ونيولې شي٬ عمران خان د 26 كروړه روپو فراډ كړے٬ د سرو زرو قلمان ئې پټ كړے، عمران خان د عدالت سپكاوے كړے كوم چې ثابت ش??ے٬ اوس كه عمران خان معافي وغواړي نو هم توهين عدالت به ختم نشي٬ كومې صوبې چې د عمران خان د لانګ مارچ مرسته كوي ھغوي بيخي د آئين خلاف ورزوي كوي او په داسې كښې وفاقي حكومت د آئين له مخئ اقدامات كوي۔ دا خبره ده د اېف آئي اے او يو اېن او ډي سي په اشتراك سره د لوړې كچې مشا??رت?? وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د اېف آئي اے ډي جي محسن حسن بټ، د يو اېن او ډي سي پاكستان لپاره نمائنده جرمي ملسيم، د انټرنېشنل آرګنائزيشن فارامائيګريشن چيف آف مشن مېلو سيټو، د نېشنل ټي آئي پي کمېټۍ کوآرډينيټر جاوېد اختر رياض او ايډيشنل ډي جي اېف آئي اے اشرف زبېر صديقي نه علاوه د اېس سي ډي او اېګزېكټو ډائرېكټر سيد کوثر عباس پشمول د سول سوسائټۍ او اېن جي اوز نمائيدګانو هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ??وش?? خانه ريفرنس كښې كه په عمران خان مقدمه درج وي يا نه ٬ د الېكشن كمېشن لخوا نااهل كېږي يا نه ٬ خو په دې حقله چې كومه بدنامي د عمران شوې هغه به ټول عمري هغه سره تړلې وي۔ ده ووئيل وړومبے م??نږ مسلمانان يو٬ علماﺀ كرام دې د ټرانس جېنډر پحقله زم??نږ لارښوونه وكړي چې په دې لړ كښې مذهب څه وائي، څه چې دين وائي د ھغې له مخې خپل ژوند رېګولېټ كول پكار دي ۔ ده ووئيل د كروندګرو د احتجاج له امله رېډ زون ته تګ راتګ بند كړے شوے٬ كروندګرو ته اپيل كوٶ چې د ډي چوك ضد پرېږدي، د دوي خبره اورېدو له چمتو يو٬ احتجاج د هر چا آئيني حق دے٬ ده ووئېل څوك چې احتجاج كول غواړي ھغوي د عدالت په ټاكلو خاص ځايونو كښې احتجاج كولې شي۔ وفاقي وزير په مشا??رت?? وركشاپ كولو د اېف آئي اے٬ يو اېن ډي پي٬ اروپائي ائتلاف او د نورو شراكتدارو مننه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحفظ زم??نږ د ټولو ذمه واري ده او م??نږ له د جرائمو خاتمې لپاره لا موثر اقدامات كول دي
توشه خانه ريفرنس كښې په غلا نيولے شوے٬ كه پلټنې وكړې شي نو شوکت خانم هسپتال او نمل كالج يونيورسټۍ كښې به هم د عمران خان غلا ونيولې شي۔ رانا ثناء الله
Fashionable Time Official Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج