اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی):کنوینئر ورلډ مینارټیز الائنس او پخواني وفاقي وزير جولېس سالك په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې د انسانيت او امن تحفظ له د جنګ باوجود د امن هڅې روانې وساتي۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې جے سالك په كال 1994 كښې د جنګ ځپلې بوسنيا خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل ما بوسنيا كښې د مسلمانانو او مسيحيانو ترمينځه مذهبي همغږۍ ته د ودې وركولو هڅې وكړې ځكه چې ??غه وخت جنګ د مسلمانانو وينه بهولې وه۔ جے سالک ووئيل د دغه وخت وزيراعظمې شهيدې بنظير بھټو ما ته د خپلې دورې منسوخ كولو خواست وكړو ولې چې په ملګرو ملتونو كښې په دغه مهال د امن مندوب جمشېد مارك هغې ته وئيلي وو چې په منطقه كښې د لويې كچې ??خړو دلاسه حالات سم نه دي۔ ده ووئيل ما وزيراعظې ته وئيلې وو چې كه دا بوسنيا ته زما د تللو په لاره كښې ركاوټ وي نو بيا زه خپله استعفی وړاندې كولې شم۔ ده وئيل وزيراعظمې په كر??شيا كښې د پاكستان د سفير تصديق څخه وروستو ماته اېن او سي جاري كړه۔ په كر??شيا كښې سفير خپله رضامندي ښكاره كړه او وزيراعظمې ماته په 20 دسمبر 1994 بوسنيا ته د تللو اجازه راكړه۔ جے سالك ووئيل چې كر??شيا ته د رسېدو څخه وروستو مونږ سفير سره په چارټرډ یو اېن پلان كښې بوسنيا ته روان شؤ۔ پخواني وفاقي وزير ووئيل زمونږ الوتكه 17 ورځې پس د بوسنيا په هوائي مېدان كوزېدونكې اولنۍ الوتكه وه ولې چې ??ې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د خوراك يوه الوتكه د بمبارۍ د لاسه تباه شوې وه او ملګرو ملتونو د نورو پروازونو نه لېږلو احتجاج كړې وو۔ خو زمونږ په خاص خواست هغه بوسنيا ته لاړو ولې چې مونږ اپيل كړې وو چې مونږ په 25 دسمبر د امن دعا لپاره رسېدل غواړؤ۔ كله چې مونږ دغلته ورسېدو نو تياره وه او هوائي مېدان د شګو له ټوپونو څخه ډك وو۔ جے سالك ووئيل چې ??ې څخه وروستو زمونږ پلاوې د يو ټېنك د لارې د بوسنيا ښار يوې ګرجې ته ورسېد چرته چې ??شپ عبادت كولو۔ كله چې ??ه ته ووئيلې شؤ چې ?? پاكستان وفاقي وزير جے سالك ده سره غمرازۍ كولو له راغلې دې نو د هغه په سترګو كښې اوښكې راغلې۔ ده ووئيل مونږ د جنګ ژوبل شويو تپوس ??وښ??نې له روغتون ته تلې وو۔ ده ووئيل ما خپل كرسمس د بوسنيا كوچنيانو سره ولمانځو او بل كرسمس مې كشميري كوچنيانو سره د كډوالو په كېمپ كښې ولمانځو۔ ده ووئيل زه د خپل پروردګار مننه كوم چې هغه د نورو سهارا جوړېدو لپاره ماته او زما هڅو ته دومره عزت او احترام وركړو۔ کنوینئر ډبلیو اېم اے ووئيل چې هوائي جهاز نه وو ٬ په آخر كښې بيا يو مال اوړنكې جهاز راورسېد په كوم كښې چې ?? خوراك څښاك څيزونه وو۔ مونږ سفير سره په دې كارګو الوتكه كښې بېرته راغلو۔
نړيواله ورورولي دې د جنګ باوجود امن لپاره هڅې دوامدارې وساتي ٬ جے سالك
Medusa APP game download
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی