لاهور 20فروری (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي هېواد دا مهال د ناوړه حالات څخه تېرېږي٬پاكستان دا مهال مشكل معاشي حالات سره مخ دے٬زمونږ حكومت هېواد د دې حالاتو څخه ويستلو لپاره هڅې كوي٬په كال 2018 كښې په پاكستان كښې سرمايه كاري كېده او د سي پیك پ?? سبب ټولې نړۍ پاكستان ته اهميت وركوو خو د پي ټي آئي غلطو پالېسو پ?? سبب د پرمختګ سفر اودرېدو٬چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔هغه د ګل په ورځ په انډسټريل اسټېټ كوټ لكهپت كښې د ايئر لنك كمپنۍ دورې كولو نه پس مېډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د تېر حكومت نااهلۍ پ?? سبب د??ست هېوادونه خفه دي او د پي ټي آئي غلطو معاشي او اقتصادي پالېسو پ?? سبب سرمايه كاري ودرېدلې۔ده ووئيل دا مهال د هېواد معيشت ښه وال?? لپاره به برآمدات ته وده وركول وي٬د هېواد معيشت ښه وال?? لپاره د نجي څانګې ډاډګيرنه كېږي٬مونږ سره ښه٬خواري كښ او سکلډ افرادي قوت موجود دے د كومو د لارې چې مونږ معيشت يو ځل بيا په خپلو پښو اودرولے شو۔ ده ووئېل مونږ له به د معيشت ښه وال?? لپاره د بهرنيو قرضو څخه ځان خلاصول وي۔ده ووئيل پبلك پرائيوېټ پارتڼرشپ څخه برآمدات كښې اضافه ممكن ده٬د هېواد پرمختګ لپاره د معاشي پالېسو تسلسل ضرورې دے۔ده ووئيل تر ډيفالټ كېدو حد ته رسېدونكے هېواد زمونږ حكومت ښه والي بيائي ٬د ټاكنو نېټه وركول د صدر مملكت نه د ټاكنو كمېشن اختيار دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې معاشي بحران مستقل نه دے٬د هېواد معيشت ښه وال?? لپاره به د يو دوه كلونو مودې ضرورت وي۔ده ووئيل لوي څښتن پاكستان ته داسې ن??مت??نه او صلاحيتونه وركړي چې د وسائلو هېڅ كمے نشته او مونږ به دا صلاحيتونه كاروو
مونږ وړاندې هم د هېواد ډوب كړے شوے معيشت په خپلو پښو اودرولے ؤ او اوس به هم د پرمختګ او د خوشحالۍ په لاره معيشت روانوو۔ د وفاقي وزير احسن اقبال مېډيا سره خبرې
Yehu APP game platform website
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم