اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول زاده ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له م??ې د شنګھ??ئي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غو??ډې په موقع په ملاقات كښې وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او، سي اېچ جي په كلنه غونډه كښې د تاجکستان د فعاله او تعميري شرکت ستائنه كولو سره ووئيل د وروڼو ه??وادونو او سيمه ايز شراكتدار د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تل پاتې رشته موجود ده۔ وزيراعظم سږ كال په جول??ئي كښې د دوشنبه د نتيجې وړ خپلې د??رې ذكر هم وكړو او د دوه اړخَيزه شريكو اړيكو په م??بت پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو ه??وادونو د مشتركه مفاد په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د سيمه ايزو رابطو په څانګه كښې نزدې او د شريكې ګټ??رې مرستې مستحكم كولو ته اړتيا ده٬ د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول زاده د شنګھ??ئي مرستې تنظيم د چيئر په حېث د پاکستان لخوا د غو??ډې په كاميابه تابيا ده له م??اركي وركړه۔ دوي د تاجكستان پلاوي او د نورو ګډون كوونكو پلاويو په تود هركلي او غوره مېلمستياﺀ د پاكستان مننه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ته د تاجکستان صدر امام علي رحمن لخوا د نېكو هيلو پېغام په وركولو كوهر رسول زاده ووئيل د تاجکستان او پاکستان ترمېنځه د مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې مستفيد كېدو لپاره تاجکستان پاکستان سره په ګډه كار كولو لپاره بشپړ عزم لري۔ د تاجکستان وزيراعظم د پاكستان خپل همڅنګ شهباز شريف او د پاكستان حکومت تاجکستان ته د چينو برآمد كولو په اجازه مننه كولو سره ووئيل دا به د دواړو ه??وادونو ترمېنځه تجارت له وده وركړي۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم كوهر رسول زاده ملاقات
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2