اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سنېټر اسحاق ډار وئيلي دي د ټيکسونو په اړه پاليسۍ كښې د ټيکس وركوونكو كوټلي شموليت ته اړتيا ده، د مجموعي قامي پيداوار په تناسب سره د ټيکسونو شرح د 15 فيصد شرح هدف سر كولو له فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر) له به اقدامات کول وي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ اېف بي آر هيډکوارټرز دورې او اعليٰ سطح غونډي مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د اېف بي آر د محصولات وصولي په اړه د کارګردګۍ جاج واخستلے شو۔ چئيرمېن او د اېف بي آر ممبرز هم په غونډه كښې موجود وو۔چئيرمېن عاصم احمد د اېف بي آر ډلي د اړخه د خزاني وزير هركلے وكړو،ده د خزاني وزير له تفصيلي پريزنټيشن هم وركړو چې پكښې د ريونيو زياتولو لپاره اېف بي آر د اړخه د پورته كيدونكو اقداماتو او پېښو ستونزو په تفصيل سره احاطه شوې وه ۔ د اېف بي آر چئيرمېن د خزاني وزير ته ووئيل اېف بي آر درآمدات او طلب كښې كمے او په پټروليم مصنوعات د سيلز ټيکس نه لګولو باوجود جولائي او اګست لپاره د محصولات اهداف په کاميابۍ سره سر كړي دغسې د ستمبر هدف به هم تر سره شي۔د خزاني وزير اهداف له د اېف بي آر هڅي وستائلي،ده د اېف بي آر ډلي له باور وركړو چې هر وخت به په رابطه كښې يو او هغوي له به فرائض ترسره كولو له هر ممكن مرسته وركولې شي
د ټيکسونو په اړه پاليسۍ كښې د ټيکس وركوونكو شموليت ته اړتيا ده۔ د خزاني وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil