اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) وزیراعظم “روډ ټو مکه” پراجیکټ كښې د پاکستان شاملولو، په سوډان كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو په انخلاء او د سېلاب ځپليو په مرسته د سعودي عرب مننه كولو سره وئيلي دي د سعودي او ايران اړيكې د معمول له مخې راتللو سره به په منطقه كښې امن او د سلامتيا ودې له مرسته تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د سعودي نائب داخله وزير ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداؤد سره په ملاقات كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم تېر كال د سېلاب په مهال په مرسته كولو د سعودي عرب مننه وكړه۔ وزيراعظم په سوډان كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو په انخلاء كښې په مرسته كولو هم د سعودي حكومت مننه وكړه ۔ دغسې وزيراعظم په “روډ ټو مکه” پراجېكټ كښې د پاكستان په شاملولو د سعودي حكومت ستائنه كړې ٬ “روډ ټو مکه” پراجيکټ به د اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ د لارې پاكستانو حج كوونكو ته سهولتونه وركوي۔ د سعودي عرب او ايران ترمېنځه اړيكې د معمول له مخې راتللو به اړه د اوسنۍ لوظنامې حواله وركولو سره وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دې سره به د سيمې امن او سلامتيا ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ په دې مهال د سعودي نائب داخله وزير په مېلمستيا كولو د پاكستان مننه وكړه ۔ هغه ووئيل پاکستان او د سعودي عرب ترمېنځه تاريخي اړيكې قائم دي٬ هغه د پاكستان داخله٬ مذهبي چارو او د نشه اي توكو مخنيوي وزيرانو سره په ګټورو ملاقاتونو د اطمينان څرګندونه وكره ۔ هغه وزيراعظم ته ووئيل روډ ټو مکه پراجيکټ به راتلونكې كال تر لاهور او پېښور هوائې اډو پراخه كوٶ دغسې چې زياتو حج كوونكو ته سهولتونه وركړے شي