سپن وام (شمالی وزیرستان) 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوا?? شریف وئيلي دي د يرې او فساد وخت تللې او يو نوې دور پيل شوې، تيارې ختمي شوي او د پرمختګ مزل پيل شوے ٬ د پخوا په نسبت ګراني كمه شوې، لوډ شیډنګ تر درس څلور ساعته محدود كړې شوې ، 2018ء كښې به د برېښنا لوډ شیډنګ بيخې ختم كړې شي، ټول هېواد كښې د موټر ویز او سړكونو جال غزولې شي، د يو زر اربه څخه زياتې روپۍ د سړكونو په پروژو مصرف كېږي، فاټا كښې به پوهنتونونه او تعلیمی ادارې جوړولې شي ، سړكونه او انفراسټرکچر به جوړ شي ، فاټا به قامی دائره كښې شاملولې شي، اېف سی آر به ختموو او نوي قانون به جوړولې شي، مونږ له به د هلې ګولې، منفی او پخوانې سياست پرېخودل وي او په پراخه زړه به د پرمختګ لپاره يو موټې كيدل وي۔ د جمعې پھ ورځ کرم تنګی بند پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزیراعظم ووئيل نن د يوې نيكې پروژې پرانسته كېږي، د کرم تنګی بند پروژې بنیاد اېښودو سره شمالی وزیرستان كښې يو نوې دور پيل شوې۔ دا د دې خبرې ثبوت دے چې د يرې او فساد وخت تللې او د پرمختګ يو نوې دور پيل شوې۔ ده ووئيل بې یقینی ختمېږي او د اميد ډيوه بلېېږي۔ چرته چې وړاندې يره وه نن د لوے څښتن په فضل د مينې او ورورولۍ وضعه ده۔ وزیراعظم ووئيل دا بدلون سمدستي نه دې راغلې ، توره شپھ په رڼا ورځ بدلول آسانه نه وه او په شمالی وزیرستان كښې د يوې پرمختيئاي پروژې پيل كېدو سره نوې دور پېل شوې۔ده ووئيل هغه سيمه چرته چې ژوند ګران وھ نن هلته د ژوند كولو يوه ځانله خوند دے، چرته چې د مایوسۍ او تيارو نه علاوه بل څه نه وو هلته نن د اميد ډيوه روښانه ده ، چرته چې د ترهه ګرو قبضه وه هلته نن چارې د ځائي اولس په لاسو كښې دي ، وزيراعظم ووئېل دا آسان کار نه ؤھ ، دې لپاره قربانۍ وركړې شوي۔ده ووئيل په دې مهال ګڼ كسان بې كوره شوي ، يو شمير كسانو د خپلو ځانونو قرباني وركړي او پاك پوځ ، پولیس او د سلامتیا نورو ادارو ځوانان شهيدان شوي۔ده ووئيل په دې شكر دے چې دغه ټولو قربانيو ځائې ونيولو او سيمه د يو عذاب څخه خلاصه كړې شوه۔ده ووئيل دا هله ممکنه شوه كله چې ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې شو ، ټولو سیاسی ګوندونو په ګډه يوه پريكړه وكړه، ټول صوبائی حکومتونه پھ دې كښې شريك وو۔ ده ووئيل دا ټولو لپاره يو سبق دے چې كله د خبره د پاکستان پھ ګټه وي نو مونږ ټولو له به يو موټې كيدل وي ، د يو بل به مرسته كوو۔ وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو نه پس به د پاکستان معاشی پرمختګ او اولسي سوكالۍ له يو موټې كيدل وي۔ ده ووئيل سی پیك د دې خبرې مثال دے۔ ده ووئيل زه پھ دې خوشحاله يم چې چین كښې ټولو اعلیٰ وزيرانو او د وفاقی حکومت نمائندګانو په ګډه پھ لوظنامه لاس ليك كړے۔ دا د اوږدې مودې پروژه ده او كله چې دا بشپړه شي نو دا نه ده معلومه چې څوك په اقتدار كښې وي او څوك نه۔ده ووئيل تاریخ به دا ياد ساتي چې چا په كوم پړاؤ كښې څه كردار ترسره كړې ، ده ووئېل مونږ له به خپل كردار ترسره كول وي او دا پروژه به مخ پھ وړاندې بوتلل وي۔ وزیراعظم ووئيل نن حاجت د دې خبرې دے چې مونږ د محاذ آرائی منفی سیاست پرېږدو او مثبت کارونو له د يو بل مرستياله شوو۔ ده ووئيل د فاټا پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو او مونږ د اصلاحات يو دور پيل كړے ، ټول سیاسی ګوندونه فاټا كښې بدلون غواړي ، دلته به جمهوری اقدارو ته وده وركولې شي دغسې چې اولس د هېواد د نورو برخو پھ شان پريكړې كولو عمل كښې شريك كړې شي ۔ ده ووئيل فاټا د پاکستان په آ??ینی دائره كښې شاملولو له به قانون سازی کولې شي ، د فاټا معاشی پرمختګ له به اصلاحات کولې شي او این اېف سی ایوارډ كښې به د فاټا برخه بېلولې شي۔ ده ووئيل ??ير زر به كډوال خپلو كورونو ته ستانه شي۔ وزیراعظم ووئيل ??لور واړه صوبې د پاکستان برخي دي ، حکومت خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي ، صوبائی حکومت او اولس له به هم د دې برخه جورېدل وي۔ وزیراعظم نوا?? شریف ووئيل مونږ د کرم تنګی بند په صورت د قامی تعمیر او پرمختګ يو مهم سنګ میل ترسره كړو ، دا پروژه به نه يواځې د كركيلې پرمختګ له مرستياله وي بلکت ارزانه برېښنا به هم پيدا كوي۔ وزيراعظم ووئيل د دې پروژې وړومبي فیز له د امریکې حکومت د یو اېس ایډ د لارې 81 ملیونه ډالره وركړي ،پاتې 16 بلینوه روپۍ به د پاکستان حكومت وركوي، په دې پروژه به 23 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وزیراعظم نوا?? شریف ووئيل پاکستان يو زرعی هېواد دے او د معیشت دارومدار د كركېلې په پرمختګ دے ، د پاکستان زرعی پرمختګ له ضروري ده چې زياته زمكه د زرعي مقاصدو لپاره وكارولې شي۔ ده ووئيل تيرو 40 كلونو كښې پاکستان كښې د اوبو ذخیرہ کولو له كوم بند نه دې جوړ كړې شوش، د تيرو 17 كلونو پھ مهال بيلو حکومتونو د بھاشا بند لپاره اعلانونه کړي وو خو په عملی توګه كوم كار نه ؤه شوې ، مونږ د بھاشا بند لپاره 116 اربه روپۍ څخه زيات فنډز وركړې۔ څده ووئېل و ورځې وړاندې ما د بند وسائلو لپاره د يوې پروژې منظوری وركړي۔ وزیراعظم ووئيل د اوبو ذخیرہ کولو له د ذكر وړ يو بل بند مومندو كښې جوړولې شي ، دا پروژه به كركيلې لپاره د اوبو وركولو او ارزانې برېښنا پېدا كولو سره سره د خېبر پښتونخوا د سیلاب تباہۍ څخه بچ كولو له هم مرستياله وګرځي ، دغه پروژه به هم په ترجیحی بنیادونو جوړولې شي۔ده د نیلم جهلم هائیډرو پاور پراجیکټ، داسو،ګولن، دیامر بھاشا په شان د پروژو ذکر وكړو كومې چې مهمې پروژې دي۔ وزیراعظم ووئيل د اوبو او برېښڼا وزارت ته سپارښتنه شوي چې د پن برېښنا روانې پروژې په وخت بشپړې كړي۔ ده ووئيل زه اميد لرم زمونږ هڅې به كاميابې شي او 2018ء كښې به د برېښنا لوډ شیډنګ بيخې ختم شي۔ وزیراعظم نوا?? شریف ووئيل غريبي ، جهالت او پسماندګی زمونږ مقدر نه دے ، مونږ د مينې او دیانتدارۍ سره كه خپل صلاحیتونه او وسائل وكاروو نو خپل تقدیر پخپله بدلولې شوو۔ وزیراعظم ووئيل نن په پروژو پھ تندۍ كار روان دے يو پلو ګوادر دے بل پلو کے پی کے ، ګوادر نه تر ګلګت بلتستان، سندھ، بلوچستان او پنجاب به يو بل سره تړلې شي۔ده ووئيل په آ??اد کشمیر كښې هم د پرمختګ يو نوې دور پيل شوے ، فاټا، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان ټولو صوبو ته به پام لرنه كولې شي۔۔
د ويرې او فساد وخت تللې ، د پخوا په نسبت ګراني كمه شوې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات