مظفر آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د استحصال ورځې په موقع کشميريانو سره يوالي لپاره د آزاد کشمير په پلازمينه مظفرآباد كښې د لاريون مشري كړې ده ۔ په دې موقع د آزاد کشمير صدر س??دا?? مسعود خان٬ وزيراعظم راجه فاروق حېدر، د كشمير پارلماني پارټۍ چيئرمېن شهريار افريدي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د كشمير چارو وزير علي امين ګنډا پور، پارلماني سېكرټري ثوبيه کمال، د آزاد کشمير وزيرانو،د قانون سازې اسمبلۍ غړو، د آزاد کشمير د حريت کنفرنس لارښودو او په لويه شمېره كشميريانو په لاريون كښې ګډون كړے۔ په دې موقع د پاكستان وزيراعظم د هندي ظلمونو په ضد لكه د غره ولاړو كشميريانو د حريت جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د شهيدانو په ياد كښې د جوړ كړي مقاٶمتي (مزاحمتي) ديوال پرانسته وكړه۔ وزيراعظم ته په دې لړ كښئ بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې موقع د كشمير شهيدانو لپاره فاتحه هم وشوه۔ د دې نه وړان??ې د وزيراعظم عمران خان مظفرآباد په رسېدو په هېلي پېډ وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان او صدر س??دا?? مسعود خان د دوي هركلے وكړو
وزيراعظم عمران خان د استحصال ورځې په موقع كشميريانو سره يوالي لپاره مظفر آباد كښې د لاريون مشري وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں