لاهور 22 اکتوبر(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي وزيراعظم په ګرانۍ قابو موندلو لپاره او د ګرانو څيزونو خرڅولو په اړه انتظاميې ته په سمدستي توګه د كاروائۍ كولو امر كړے ٬د مريم خپل او د شهباز خپل پي ډي اېم دے٬د سندھ وزيراعلٰی دې ټاك او كېټ واك پرېدي او د سندھ اولس ته دې پام وكړي٬په پنجاب كښې اوس هم د غنمو د 20 كلو اوړو بيعه 1100 روپۍ ده٬ده دا خبرې د جمعې په ورځ په لاهور كښې د پنجاب وزيراعلٰی خاص مرستيال حسان خاور سره يوځاې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان د لاهور دورې په مهال د پنجاب وزيراعلٰی او ګورنر سره ملاقاتونه كړي۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د بيعو په اړه غونډه شوې ۔وزيراعظم ماركيټ كمټو٬د غله منډۍ انتظاميې ته د بولۍ د څارنې هدايت كولو سره وئېلي دي د ګرانو څيزونو خرڅونكو په ضد دې په سمدستي توګه كاروائي وكړې شي او هېڅ ډول غفلت به ونه زغملے شي ۔ده ووئيل د پنجاب حكومت سركاري غنم جاري كړي دي
وزيراعظم د ګرانو څيزونو په خرڅولو انتظاميې ته په سمدستي توګه د كاروائۍ كولو امر كړے ٬د مريم خپل او د شهباز خپل پي ډي اېم دے٬د سندھ وزيراعلٰی دې ټاك او كېټ واك پرېدي او د سندھ اولس ته دې پام وكړي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش