ا??لا?? آباد 29 مارچ (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د نادرا چيئرمېن ته امر كړې چې د پاکستان اوریجن کارډ مسئلې لرې كولو له دې په 24 ساعتو كښې دننه تجاويز وړاندې كړې شي۔ د شورو په ورځ د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال ده داخله سېكتر ته امر وكړو چې د امېګرېشن څانګه د اېف آئي اے نه جلا كولو لپاره دې په يوه اوونۍ كښې دننه جامع ستراتېژكي مسوده وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې امېګرېشن اېنډ بارډر مېنجمنټ خپلواكه دے كوم چې خاص انتظامات لري او كوم چې د اېف آئي اے نه جلا كولو ته اړتيا ده چې بنيادي كار ئې د وائټ كالر كرائمز پلټنې كول دي ۔ په غونډه كښې داخله سېكتر ، اېډووکېټ جنرل، د نادرا چیئرمېن ، د آئي سي ټي چیف کمشنر او د داخله وزارت او اېف آئي اے سينئر چارواكو هم ګډون وكړو۔ داخله وزير ووئيل جديد امېګرېشن اېنډ بارډر مېنجمنټ څانګې به د پاكستان د فضائي٬ سمندري او د زمكېزو لارو د داخلي او خارجي ځايونو په موثره توګه مانټرنګ كوي۔ اوورسیز پاکستانیانو څخه د نادرا سروس د اضافي چارجز په اړه د بې بنسټه راپورونو نوټس ??خستو سره ده د نادرا چيئرمېن ته امر وكړو چې ??غه په ټولو فورمونو په خاص توګه د پاكستان د سترې محكمې په وړاندې سوموټو كېس كښې خپل پوزيشن په ډاګه كړي۔د نادرا چیئرمېن وفاقي وزير ته په دې معامله بريفنګ وركولو كښې ووئيل د كال 2012 نه پس د نادرا سروس چارجز نه دي زيات شوي٬ د اوسني حكومت له مخې د هر كارډ د معياد موده زياته كړې شوې او په مجموعي لګښت كښې ئې كمې راغلې۔ ټما موریا كښې د شخصي هاٶسنګ سوسائټئ د زمكې كېس معاملې په اره داخله وزير ووئيل د قانون له مخئ شخصي هاٶسنګ سوسائټي دا زمكه نشي ترلاسه كولې۔ ده داخله سېكتر او چیف کمشنر ته امر وكړو چې ??غوي د عدالت په وړاندې خپل قانوني دريځ وړاندې كړې۔
د پاکستان اوریجن کارډ مسئلې لرې كولو لپاره دې په 24 ساعتو كښې تجاويز وړاندې كړې شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج