اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د يوې صوبې نه د ټول هېواد پروژه ده٬د توان په كمي قابو موندلو له 34 ارب ډالر خرڅ كولې شي٬ د اسلام آباد۔لاهور په موټروے تنقيد كونكي نن د هغې ستائنه كوي٬په څلورو واړو صوبو كښې به اقتصادي زونز د اړوندو اعلٰی وزيرانو په مشاورت جوړولې شي٬سرمايه كارو سره كه رعايت ونه كړو نو سرمايه كاري به څوك كوي۔د شورو پھ ورځ د سنېېټ په غونډه كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد د سناتور جهانزېب جمالديني په تحريك التوا بحث راغونډولو كښې ووئيل دا تاثر سم نه دے چې سپي پېك د يوې صوبې پروژه ده٬ 34 اربه ډالره به د توان بحران ختمولو لپاره خرڅ كولې شي۔دا قرض نه بلكې د چين مالياتي ادارې خپلو كمپنيو سره معاونت كوي۔په فورټ قاسم د 1320 مېګاواټ دوه پروژې به بشپړولې شي او 2017 څخه به دغه پېداوار پیل كړي۔
د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د يوې صوبې نه د هېواد پروژه ده
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں