ملګري ملت??نه 26اکتوبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم وئيلي دي چې پاکستان او چين د ملګرو ملتونو د امن او سلامتيا په اېجنډا پرله پسې مرسته كوي٬ چين د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو احترام كوي۔ د چين پ?? ملګرو ملتونو كښې د قانوني چوكۍ د بحالۍ په 50مه سالګره تېره ورځ په نيويارك كښې د يو اېن پ?? مركزي دفتر كښې د عكسونو نندارتون كښې د ګډون نه پس د چين خبري اژانس شنهوا سره خپلې مركه كښې ده ووئيل د کثيرالجهتۍ مركز د ملګرو ملتونو د چارټر اصول دي۔ ده ووئيل د نړيوال نظام بنياد د طاقت په نه استعمالولو٬ د رياست د خپلواكۍ احترام ٬ په كورنيو معاملو كښې د عدم مداخلت او د رياستونو سيمه ايز سالميت پشمول په ځينې بنيادي اصولو ??ډا??ه دې او تر څو چې د دې اصولو احترام ??نه كړې شي نو په نړۍ كښې به امن رانشي خو چې كله د دې اصولو خلاف ورزۍ لكه يو اړخيزه د جبر او ظلم هڅې٬ د غېر ملكي قبضې هڅې كېږي نو نړۍ كښې ستونزې پېدا كېږي۔ ده ووئيل چين پ?? دې اصولو د ھغه وخت راهسې عمل كوي كله چې چين د ملګرو ملتونو برخه هم نه ٶ۔ ده ووئيل پاكستان د چين پ?? مستقل دوستۍ او شراكتدار كېدو وياړ لري
پاکستان او چين د ملګرو ملتونو د امن او سلامتيا په اېجنډا مسلسل مرسته كوي۔ منير اکرم
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ