اسلام آباد 04 جولائی (اے پي پي)پاكستان به سږ كال اكتوبر كښې د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)د حكومتي مشرانو غونډې كوربتوب كوي٬اكتوبر كښې كېدونكې سر مشريزې غونډې څخه وړاندې به يو وزارتي غونډه او د اعلٰی چارواكو څو ميټنګز كېږي چې پكښې به د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه مالي٬اقتصادي٬سماجي٬كلتوري او بشري مرستې ته پام كولې شي۔دا خبره د خارجه دفتر وياندې ??متاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې و??ړه ۔دې و??ئيل كال 2024 د پاكستان او اېس سي او اړيكو لپاره يو مهم سنګ ميل دے ځكه چې پاكستان سره اېس سي او كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي)ګردشي چيئرمېن شپ دے٬كوم چې د اېس سي او دوهم اعلٰی ??رين فيصله ساز فورم دے۔په دې حېثيت ك??ې پاكستان سږ كال اكتوبر كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې كوربتوب كوي۔وياندې و??ئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف به نن اېس سي او پلس سمټ ته خطاب هم كوي٬وزيراعظم به مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په ره د پاكستان نقطه نظر وړاندې ??وي۔دې و??ئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف آستانه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم كونسل آف هيډز آف سټيټ او اېس سي او پلس دوو مشرانو غونډو كښې ګډون لپاره په قازقستان كښې دے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د كابينې نور سينئر غړي او اعلٰی ??ركاري افسران هم د هغه سره دي۔وياندې و??ئيل د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو كونسل په غونډه كښې به وزيراعظم مهم سيمه ايز او نړيوالو مسئلو د پاكستان نقطه نظر بيانوي او دا اهميت به مخې ته كوي چې پاكستان شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سره سيمه ايز روابط او مرستې ته ډېر اهميت وركوي۔وياندې و??ئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف تېره ورځ د آذربائيجان صدر الهام حېدر عليوف او د تركيې صدر رجب طيب ايردوان سره آستانه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په موقع وړومبے پاكستان-آذربائيجان٬تركيې درې اړخيزه مشرانو غونډه كښې ګډون وكړو۔دې و??ئيل درې واړو لارښودو د تجارت٬توان٬سېلګرۍ٬كلتور٬تعليم٬ټېكنالوجۍ٬صحت خيال ساتل او ماحولياتي مرستې غوندې څانګو ته پام كولو سره درې اړخيزه مرستې زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔دې و??ئيل د مشرانو دا غونډه د خارجه وزيرانو٬پارليماني سپيكرانو او دفاعي چارواكو په كچه درې اړخيزه مشاورت نه پس كېږي
پاكستان به اكتوبر كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د حكومت د مشرانو غونډې كوربتوب كوي۔د خارجه دفتر وياندې پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت